نظم
روژه د کفارت
Khushal Khan Khattakمسئله به درته وايم
ښه يې واوره نېکخواه ستا يم
که معتاد خواره په ورځ خوري
يا اوبه کښته تر حلق وري
په روژه کې کفارت دی
منکر مه شه روايت دی
که دارو که زعفران خوري
مشک دا نور چې په دا شان خوري
که دا کار دې په عمدا شي
کفارت په تا روا شي
که دا کار دې په نسيان وي
خوقضا ده کار آسان وي
که لرگي خوري کاڼي ماڼي
کفارت نشته په کاڼي
په دا جنس قضا روژه ده
باور وکړه مسئله ده
که جماع په دبر فرج وي
چې حشقه دې په کې درج وي
کفارت په مرد و زن دی
روايت يې مبرهن دی
که په ښځه زور ستم وي
يا له عقله بېگانه وي
په دا هم کفارت نشته
په مرد شته په عورت نشته
د چارپای دخول ډېر بد دی
چې دا کار که هغه رد دی
په انزال يې قضا بويه
کفارت نشته ای زويه
که انزال ونشه نشته
هم قضا غسل چې څه شته
که دخول کاندې له نره
راشه واوره دا خبره
که رضا وي په دا غاړه
کفارت راغی په دواړه
که په ظلم و جور و ضرب وي
د مظلوم کفارت سلب وي
که په ښځه ښځه خېژي
کفارت باندې رغېږي
کفارت چې واجب کېږي
قضا هم باندې رغېږي