نظم
چې د روژو دکفارت غاړه خلاصېږي
Khushal Khan Khattakکفارت چې په چا واوړي
دی دې خلاص گردن په دا کړي
يا دې يو بنده آزاد کا
چې آزاد شي زړه دې ښاد کا
که دا نه وي دی دوه مياشتې
پياپی روژې پيوستې
يا شپېته وږي ماړۀ کا
څاښت و شام هسې خواړه کا
آزادي د بنده ښه ده
تر روژې مسئله ده
روژه ښه ده تر طعامه
مسئله زده کړه ته عامه