غزل
خاتمه که د سړي په خيريت ده
Khushal Khan Khattakخاتمه که د سړي په خيريت ده
تر صحت يې چار بهتره د زحمت ده
په زحمت کې يې نخوت له سره وځي
رنځوري نافي د کبر، د نخوت ده
هر زحمت چې د سړي په وجود ورشي
معافي يې د گناه په روايت ده
په يوه تبه، چې لږه په چا ورشي
هغه هم دگناهونو کفارت ده
په هر چا باندې چې ډېره تبه ورشي
په صحيح چې دغه چار د مغفرت ده
هغه کس ولي د خدای دی، گومان نشته
د هر چا چې صبوري په مصيبت ده
غم، ښادي چې و سړي وته رسېږي
همگي واړه له ځايه په قسمت ده
په ښادۍ کې دې يې شکر سړی کاندي
په غمونو کې د صبر چار فرحت ده
چې دا دوه چارې لري حبيب الله دی
په ويل نه ده دا چار په عنايت ده
وار په وار په خوشال باندې رادرومي
هره چار چې د محنت يا د راحت ده