غزل
هـ
Abdul Hamid Momandچې بلېږي يکې اور زما د آه
څه به نه وي د فلک ماڼۍ سياه
په ژړا د زړه دمه کړم گڼه چوي
دی ودان دا پېښور په دا تيراه
د گلرخو په نظر به قبول نه شي
مگر سپک شي په عزت لکه گياه
که مې نه وای لېونتوب رهبري کړې
افلاطون غوندې به مړ ومه گمراه
نادانان دې نه کاو يار زما د مينې
د يوسف په دود مې جاه بياموند له چاه
چې پندونه راکوي په ترک د مينې
زه دا هسې خيرخواه گڼم بدخواه
که مې سر درومي که مال پکې ناصحه
پرې به نږدم عاشقي والله والله
بېهوده په زړه مين په خوله انکار کا
نه پټېږي اوښ د پولې په پناه
د "حميد" زندگاني ديار په مخ ده
ناقصان به يې ژوندی بولي په ساه
نه مې کرکه له ژړا کا نه له آه
څه سنگدله شه نگار زما الله
هېڅ مې قرب و گلرخو ته ونه شو
که هر څو په قدر سپک شوم تر گياه
مهرويان د هېچا ټول نه دي خپل شوي
په هر درلگي پرتو له مهرو ماه
سرکوزي ده سر لويي د عاشقۍ
د يوسف پايه بلنده شوه له چاه
چې عاشق په عاشقۍ کې لويي کاندي
بل گناه به نه وي لوی تر دې گناه
که په څېر د آيينې مخروڼی غواړې
په ايرو د عاجزۍ شه رو سياه
شام چې شمع زور زياتی په پروا نه کړي
دادې وگوري خپل حال تر صبحگاه
ډېر ويل نه کا فايده که کمال غواړې
کميني واخله په لاس، قصه کوتاه
د نا اهل اورنگ تخت مې په کار نه دی
څو شړلی نه يم تر کوله درگاه
چې و سپي ته به ديار بېراهه وايي
خدای دې نه کاندي "حميد" هسې بې راه
زړه مې ستا په لور بيمار دی زما ربه
منتظر ستا د ديدار دی زما ربه
واوېلا راځنې صبر و آرام يو وړه
شپه و ورځ ډېر ناقرار دی زما ربه
يوپېشوا مې بې رسوله بل څوک نشته
چې په تا باندې رويدار دی زما ربه
چې د ستا ، ستا د رسول ډېره مرضي وي
هم هغه زما روزگار دی زما ربه
امر ونهي په رسول تا راستولې
دا تصديق مې په اقرار دی زما ربه
برابر مې موافق لرې په شرع
چې قبول مې دغه بار دی زما ربه
د شيطان له رهزنۍ مې په امان کړې
په مکارو کې مکار دی زما ربه
خطرې مې هرساعت زړه ته راوړينه
رانه وېشلويې بد کار دی زما ربه
د رسول په روی بخښنه "حميد" غواړي
د همه واړه سردار دی زما ربه
قناعت راته عطا کړې زما ربه
ورک زما حرص وهوی کړې زما ربه
دا سر کښ نس مې سر کوزی کړې په صبر
راته اېله دا بلا کړې زما ربه
چې دې نوم په غوږو واورم سره لمبه شم
هسې سوز راکې پيدا کړې زما ربه
چې مې نه شي اضطراب د چا په ظلم
هومره صبر و سکون راکړې زما ربه
په زغملو مې د بدوپښېمان مه کړې
دغه زهر مې دواکړې زما ربه
غره نس لرې وېستم له خاکساری
ما په خپل وطن بسيا کړې زما ربه
نور مې وساتې زبان له پوچ گويۍ
په خپل وصف مې گويا کړې زما ربه
که رضا د ستا په سر و په مال مومم
ژر مې سازه دا سودا کړې زما ربه
دم قدم زما سيده لرې په شرع
له لغزشه مې نجا کړې زما ربه
چې د نس له دل آرامه خوا په خوا وي
له هغو مې شا په شا کړې زما ربه
چې حضرت راوړی دين دی، زما دين دی
که مې مړ په دا ويناکړې زما ربه
هر چې ستا ستا د رسول پکې مرضي وي
هغه کار شغل زما کړې زما ربه
هر قدم په نا ليدلې لارې درومم
خپل کرم مې رهنما کړې زما ربه
د رسول په پاک وجود مې ستا، قسم دی
چې قبوله دا دعا کړې زما ربه
که "حميد" خطا دعا کا په غفلت کې
دا خطا دعا رسا کړې زما ربه
زه له تا څخه وېرېږم خپله ربه
ستا له قهره ډېر لړزېږم خپله ربه
شپه و ورځ که ستا ثنا کړم موړ به نه شم
د بلبل په شان ويېږم خپله ربه
شپه و ورځ راسره فکر ددې چارې
په ژړا درته ژړېږم خپله ربه
په قيامت به درته غټ کتلای نه شم
وايم زه له تا شرمېږم خپله ربه
قراری صبر و آرام راڅخه لاړ شه
ستا له وېرې ډېر وېرېږم خپله ربه
اوس د تلو توکل کړه درومه "حميده!"
وايم درومم روانېږم خپله ربه
دا رموزکا ديارخط په ماته ژبه
چې خوږه کړه نن ساعت هر چاته ژبه
په هغو لکه مچان خلق بوڼېږي
چې په خوله کې غړوي نباته ژبه
لکه تش وښکه د تېغ نه دي ښه هسې
په کار نه ده تر مطلبه زياته ژبه
دلارام د جمعيت شي ځنې لرې
چې خبرې کا نژدې وخواته ژبه
له خامۍ جوش و خروش خېژي له دېگه
لي گواهي دزړه په مرگ حياته ژبه
گفتگو يې آزاد طوطي په قفس بند کا
رسوي هرې بلا ته ماته ژبه
ژبورو ته له ژبې آفت رسي
پرېکوي د زړگي سر جلاته ژبه
چې مدام د قتل وينې ځنې څاڅي
تر هغه تېغه ده بده ماته ژبه
ځکه هر نو آموز نښه کا د غشو
چې پرې ايښې ده "حميد" رضا ته ژبه
که تر سره مې کا خدای د صبر سوبه
د ناکس له آشنايۍ توبه توبه
ډېر مې خره خسي کول وکړه پوه نه شوم
ريش کنده جامه پاره له لېونتوبه
بېهوده هندو رنځ کښي خدای ترې ناراضه
په ناکس پسې عبث وتم له خوبه
کله طفل درگوهر له کاڼي ولي
هسې ما بې ځايه زړه بايلو په لوبه
چې د ستا په اوښو نه ژاړي سرې وينې
هی توبه شه د هغه يار له آشوبه
که مې وڅېښ بې وفا د حيا بحر
لايې نه ده له شوخۍ سينه خړوبه
هر نا اهل ته سر کوزی کړم تا ولې
اې زما بې صبره زړه زما سر کوبه
دا کانې کېږي په ما د ستا له فعله
چې مې سترگې نه وچېږي له زهوبه
چې په لاس دې د ناکس ورکړه "حميده!"
درنه ږيره دې کړه سپکه تر جاروبه
زړه مې وووت د ديدن د جنگ په هپه
ولي غشي د نظر په ښي په چپه
په هوس راڅخه زړه هسې لرزان شه
لکه طفل کا دمور په غېږ کې ترپه
تسلي په لاس نيوه د مهجور نه شي
کله سود د سينه سوي شي په لپه
په ښادۍ زما د وصل کواکبو
په وهلو گوتې وايستې له دپه
هر زمان مې دآشنا دحال په خيال کې
ماتولی شي په سر د مښکو کپه
رستمان د صبر و زهد لکه ووړکی
ننوځي په خلوت دعشق له خر په
د وصال په چشمه مرمه وچې شونډې
د هجران د اندېښنې له تاب و تپه
چې "حميد" غوندې سرکښ يې کا سرکوزی
طمطراق د عاشقۍ نه دی بې زر په
بد دې نه مني دلبر زما کاته
بلبلان په گلو کاندي الواته
لايقت د وصل نه وينم په ځان کې
په کاته مې ځکه کسي وواته
عاقبت راڅخه يو وړ ديار سترگو
که هر څو مې زړه په صبرکې ساته
ته خبر له خپله تاخته يې که نه يې
چې دې کور زما د صبر و ناته
په تندي مې له کينې کاڼي ورېږي
چې دې وينم رقيبان په در پراته
د هغه در و ديوان خضر دربان شه
چې پرې کېږي ستا واته ننواته
چې خندا دې کيند کوهي په زنخدان کې
ما هاله پکې ليده خپل پرېواته
پتېيلې ما هاله دا بېدلي وه
چې دې خيال و لدارۍ و ته راته
په تمام جهان قراره قراري ده
په "حميد" د غم مغل راوخاته
چې نظر کړم د خوبانو و رخسار ته
آيينې غوندې حيران شم ودې کار ته
صاف نه ده آيينه د هغو زړونو
چې حيران نه شي د ښکليو و ديدار ته
له ورېځ تر اوبو ډېر کاڼي ورېږي
څه اميد دی د خوبانو و ريبار ته
د گفتار و د اظهار حاجت يې نه وي
پټه خوله سوال وجواب کا يار و زيار ته
که له غمه يې زړگی دوه نيمه وچوي
نه نيسي د مهر سپر و ذوالفقار ته
چې يې نه ويني وفا په رنگ و بوی کې
زرکه ځکه مينه نه کا وگلزار ته
څو يې صبر و زهد گواښ ته وړاندې نه شي
لايې حب د ښکليو ځان گواښي گوزار ته
په لباس د ښکليو مه غولېږه "حميد"ه
بېش بها رختونه نه وځي بازار ته
چې سبا شوکوې ږيره پيوسته
ولې نن په ږيره لاس نه کړې ورسته
چې سبا بېگاه يې عمر وغولولی
نه کړه ملا ورسره نس په ښو بسته
په وسته د نس غلط مه شه هوښيار شه
چې لېوه کله ودرېږي په وسته
چې ديده و دانسته د نس رضا کړې
ولې ځان ترکمر ولې دانسته
بې عمله علميت څه په کار نه دی
لکه ښځه تر ملا وتړي درسته
چې سبا د مرگ تلخي اوسختي وينې
نن دې څه رنگ ځي تر حلق خوږه پسته
چې کرلې دې اوربشې د عمل دی
بيا به نه مومې غنم په اخسته
د دنيا په خوږو روږدي مچان گوره
چې وهي ور پسې سر په دو دسته
هيڅ يو کس درسته ونه اوده "حميده!"
دا دنيا ده يوه ورانه تنسته
د نمر مخو دلبرانو له قربنه
د ذرې په څېر لړزېږم له هيبته
چرته په ميان زما د ښکليو پېښ شوې
اې د کاه و کهربا تر منځ نسبته
چې مې شمعې غوندې اور شي په سر پورې
هاله ورشم دخوبانو تر صحبته
ځکه لاس لکه مگس په افسوس مږم
چې شاړه شم د سرو شونډو له شربته
طاعوني غوندې مې زړه کړ عاشقۍ
د جهان له لذتونو بې رغبته
د ښايست په ښادۍ ښادو ښکليو څه زده
د عاشق د عاشقۍ له مصيبته
چې په هند د تورو زلفو څوک غريب شي
دوباره نه شي راتلای له دې غربته
له شوخۍ د ستا دستر گوای "حميد"ه
ښکلي باک نه کا له پاکه محبته
چې مې زړه په سود و زيان شي پورته ښکته
هغه دم مې محبت وهي په لته
چې په نفع جستجوی وتگو پوی کړي
پرته وايي پرته گرځي له محبته
ښه د زړه په سترگو ځير شه په جهان کې
کوم صاحب دی صاحب شوی بې خدمته
له هغه لاسه اوبه د حيات مه څښه
چې آخر يې لاندې کېږې تر منته
چې دوستدار د واړو ښکليو شوې "حميده!"
شابس شابس په يقين اهل سنته
بس که ودې مښوې ډېرې پرته پرته
د ځوانۍ لوړې ژورې پورته ښکته
نه په ظلم باندې اړ نه په زنا شوې
نه له شبهې جاروتې نه له حرمته
گناهونه صغيره که کبيره دي
همه واړه وکړه تابې ديانته
بد دماغه نس دې موړ نه شه په بدو
که هر څو دې ايله پرېښو بې دهشته
نن ساعت تا لره هسې مناسب دي
هی توبه کړه له تمامه معصيته
چې تر تا دلاندې نس شه په تا باندې
هومره ننگ وشرم نه کړې بې همته
چې سبا په خپلو بدو پښېمانېږې
ولې نن پښېمانه نه شې له غيرته
هره خوا چې دې راکاږي پسې درومې
نامردۍ ته کمين نس کړې اوښ په نته
سنگدلان به موم دلان نه شي "حميده!"
که د اور شغلې دې ځي له نصيحته
محبت کړم دخوبانو اوښ په نته
د هر چا د ظلم بار وړم بې منته
د ښکاري په دود جا ورځم تر هر بوټي
درسته ورځ د يوه ښکار له محبته
پروت په وينو کې لت پت ښه يم په پت کې
نه د سروزرو په تخت باندې بې پته
د کمال کعبه به هاله شي درپېښه
که دې لار د کمينۍ نه کړه غلته
طلبوه سرفرازي په سرکوزۍ کې
راکوزېي په هډوکي همای کښته
چې د عشق د سپکاوي درنښت مې وليد
بې پروا شوم د ناصح له تو لعنته
هغه تشې شلومبې شاربي سرخوږی کا
چې ښادي غواړي بې غمه بې منته
که هر څو يې په رضا او په سلا وي
وېره بويه د رقيب له شيطنته
که د ښکليو د درگاه گدايي موم
هی توبه دمحمد شاه له سلطنته
چې مې خټې فرښتو په لاس اخښلې
لا هاله مې دعشق بوی ته له طينته
که هر څو وکړم سنت د صبر و زهد
نه رسېږم دخوبانو تر سنته
څو دې پښې د تور تارو نيولې نه دي
باز به لاس لره درنه شي فراغته
ښه د زړه په سترگو ځير شه و عالم ته
کوم صاحب دی صاحب شوی بې خدمته
چې ناصح په ترک دعشق درته څه وايي
و دوزخ ته دې وباسي له جنته
د آشنا د محبت په لوی سفر کې
د "حميد" په تندي پېټی شوې صورته
هېڅ په مينه کې د ترکو بهبود نشته
دا سودا له څړه زيانه ده سود نشته
ملايانو څخه درس کا مينې پاته
د شېخانو په شېخۍ کې څۀ بود نشته
تاخت وباخت د محبت هسې لوټ پوټ کړم
چې مې يو اسباب د صبر موجود نشته
چې د عشق په غم آباد يم دېره شوی
نور مې هېڅکله ښادي د وجود نشته
خواه ناخواه له خوږه زړه آه و فرياد شي
ولې نشته هسې اور چې يې دود نشته
که له ظلمه يې گيله کړم راته وايي
ساده دله بې سوو نفع د عود نشته
چې بدان د درست جهان زه راپه زړه کړم
د رقيب په څېر بدکار ومردود نشته
ما له خپلې خودۍ بر په ځان رقيب کړ
گڼه ماشي څخه زور دنمرود نشته
که کعبې که بتخانې ته تگ وپوی کړم
زما بل ديار له مخه مقصود نشته
عاشقان په عشق کې واړه غمزده دي
بارې تا غوندې "حميد" الوده نشته
څه بلا يې احتياجه
چې سړی کړې سگ مزاجه
مسلمان هندو روش کړي
او هند و مسلم رواجه
چارچوبۍ ته يې ولاړ کړې
بادشاهان له تخت و تاجه
د هوا آزاد مرغونه
په دام بند کړې لاعلاجه
و شاگرد و ته استاد کړې
سپک په قدر تر دجاجه
چې سړی په کې خلاص نه شي
د حاجت غوښتو له باجه
وايه نور له بادشاهۍ
نفع څه ده يا له راجه
دا خاصه د غني خدای ده
چې نه دی د چا محتاجه
د "حميد" معراج حصلېږي
د غمونو له امواجه
آشنايي ده د دنيا د آشنا پوچه
د لاله له گلو غواړې بقاپوچه
لکه څوک چې کټوری غواړي له زاڼو
هسې شان شوه د وفا تمنا پوچه
چې سودمن په اشنايۍ داشنا نه شي
وکړه مه شه دا بې سوده سودا پوچه
چې حاجت غواړي له ياره ددې دور
وهي منډه د برېښنا په رڼا پوچه
له کرده به دې مردي سبا ليده شي
مه کړه نن په لاپو شاپو غوغا پوچه
بې کرداره گفتار محض سر درد دی
مونده نه شي د مراد مغز په دا پوچه
چې نا اهلو ته يې څوک ترخولې وباسي
دردانه کاندي دخپلې وينا پوچه
چې دا خپل څيرې گرېوان پرې نه ټولېږي
د شبنم په ژړا گل کا خندا پوچه
چې پتنگ په اور کې غږ نه کا "حميده!"
عندليب کاندي په گلو غوغا پوچه
که حجاب کا راته لرې يار له مخه
نمر به ولم د فلک مکار له مخه
د جنت نقش و نگار ورپورې هېڅ شي
چې ښکاره کا يونگار نگار له مخه
هاله دُر، د عاشق اوښی شي په ښکليو
چې يې نوی شي د خط بهار له مخه
د مراد حسن ځنې ځي پا په رکاب شه
چې يې پاڅېده د خط غبار له مخه
ملگري د اوښو مه پرېږده په عشق کې
تمامېږي ددې طفل کار له مخه
راته نه اړوي يو ځل مخ په مهر
که يې ځان کړم هزار ځله ځار له مخه
په يوه نظر مې غر کاندي د صبر
هسې ويلې لکه موم د نار له مخه
پسې شا په صبر و زهد زړه ډاډه کړم
روبرويه مې خطا شي وار له مخه
د عشق پېښه خوښه ونيسه "حميده!"
دغه نار به دې کا خدای گلزار له مخه
که يو ځل شې مخامخ د يار له مخ
نور به نه کا غمازان درباندې رخه
لا به کله خدای په ما د وصل داد کا
چې پوره کړم په رقيب د هجر سخه
د رقيب له بده خويه يار بدخوی شه
روغ سړی پمنوي دپمن پخه
اندېښنه مې د ناموس له خسه نه شي
ديارډېرې حيا شوخ کړم تر ملخه
خپل وېښته ديار د راز په لطافت کې
چوکه کېږي په عاشق لکه بنجخه
چې سپي توب د عاشقۍ را څخه نه ځي
ځکه شم باله په تو، شاړه په چخه
که پرې ښه اېسم که بد اېسم ناصحه
خدای کړ عشق زما "حميد" په مخ کې زخه
هره ورځ وعده کوې سبا په څه
په دروغ راپورې کړې مزاح په څه
ستا وعده وفا کېده ناشدني ده
راښيي ناشدني صلاح په څه
چې مې خوا لره لانه راځې ترهېږې
ترهوې مې له سينې ارواح په څه
ستا غمونو مې دي وينې وچې کړې
بېهوده مې وهي رگ جراح په څه
تا زما د خيال دکښت ريښې کړې غوڅې
شم و ملک ته د جنت سياح په څه
که ورکړي ستا هجران نه دي څپېړې
سو و شين کړ وايه مخ تقاح په څه
تا چې صبر د ديدن ورباندې ونيو
په "حميد" حراموې صباح په څه
راکوې د بې دردۍ پېغور په څه
سېځې سوی دوباره په اور په څه
دلنډو خټو دارو لږې اوبه دي
ازميې راباندې هومره زورپه څه
په تورې دې د سرو شونډو نه پوهېږم
يادوې راته د وينو تور په څه
څه پوښتنه کړې زما له زېړه رنگه
ستا له غمه دی دلبره نور په څه
چې توبرې ستا د غمزو په زړه يونسم
بې له دې ډيوې رڼا کړم کورپه څه
ته چې ما غندې په هره چار غماز ته
په ژوندونې مې منډې په گور په څه
په دا ظلم مې دې کورد آرام وران کړ
د رقيب په غېږ کې پروتې خور په څه
که مې مېشت په زړه کې ښهر د عشق نه وي
همېشه مې له خولې خېژي شور په څه
د خپل بخت په اړولو نه پوهېږم
چې غمخور شه د "حميد" خونخور په څه
څه عنقا شوې زما مراده
چې دې يافت شه بې بنياده
د تدبير د دام له لومې
لکه باد هسې آزاده
په طلب مېدې ښندنه
شوه د سر و مال برباده
آه زما برگشته بخته
بې وفا بې اعتماده
دا ورشو چې دې آشنا کړ
پري زاد له آدمزاده
دا به نه شي چې دې وصل
ښادي وروړي تر ناښاده
په ژوندونې لکه مړی
واېستم د يار له ياده
د فلک په څېر يکلخته
ستمگر مه شه بېداده
څخو څخو دمه راکړه
ما لره له آه فرياده
کړه په ما يوه ښېگړه
د آشنا د وصل زباده
گاه گهې مې زړه خالي کړه
له غمونو له فساده
څه نکتې تلې سوزانې
بې سنده بې اسناده
د "حميد" رښتينه عشقه
په هر علم کې استاده
سر مې هسې بهره ور دی ستا له درده
چې بخڅه د درگوهر دی ستا له درده
غير فکر دوزخي شه پکې سوځي
زړه مې گرم تر سقر دی ستا ل ه درده
سرتړونی نوې مياشت تر سر جار باسي
د هر ښکلي درد په سر دی ستا له درده
يو زگېروی کا په مسجد په ميخانه کې
مسلمان دی که کافر دی ستا له درده
د ژوندون کوتاهه شپه راباندې کال شوه
چې و مرگ ته مې اختر دی ستا له درده
تل مې تن دعشق له اوره هسې ايشي
پروت په تبه کې شېبر دی ستا له درده
څه له کړې دارو درمان زما و داغ ته
داغ مې کله مرور دی ستا له درده
د مرهمو غمازي به يې بېل نه کا
چې مې خوا په خوا پرهر دی ستا له درده
د "حميد" د ناروو يار مه کړه دلبره
هيڅ په خود نه دی اوتر دی ستا له درده
د بوسې په هوس غم کړم ربوده
بدبختۍ مې ويوست غاښ په پالوده
چې په وصل مې دارو د هجر نه شي
دا په څه توره بلا شوم الوده
نور به څه کاندي زما گرانې اسانې
چې مې خضر اخيستی نه شي ووده
نه ده عشق هسې کوتاه تنسته ايښې
چې پوره يې کړم په سر ومال بوده
نن ساعت د عاشقۍ په کاروبار کې
مجنون نه گڼم تر ځانه ازموده
په مدد يې ستا د غم کړم تر پښو لاندې
که مې غم شي د جهان په سر توده
چې يې نال د لېونتوب نه دی وهلی
هر سمند د عشق په زمکه شي سوده
څوک دې و يار زما د حال نه کا په عشق کې
سمندر په اور کې اوسي آسوده
د عاشق زړه هاله تېغ د مراد وکاږي
چې يې خاورې شي د غم په سرتوده
چې په عشق کې کامراني غواړې "حميده!"
څه څه وايې چېرته تللی يې اوده
که ريبار په يار مين کړم ناديده
وربه نه کړم په ديده دا شنيده
چې حجاب له مخه واخلي هسې شورشي
گڼه صبح د قيامت شه دميده
دا زما د سروې قد د قد له شرمه
فلک ودرېده سرکوزی خميده
چې په گورت کا کاږه غشي د مژگانو
که يې کج گوزار وي لگي سيده
نه قدم لري نه دم همدم د ښکليو
گوره شمع پای بسته سر بريده
د چا لاس په کمربند د هغې ملا شي
چې هر گز له باريکۍ نه شي ليده
په يوه بوسه "حميد" دساده رويو
که يې پېري بنده کېږي زرخريده
بېهوده مې ورته زړه هوسېده
عاشقي ده څړه نول وپخسېده
بې له دې چې نامردۍ ته ورسېږي
گڼه نشته پکې مراد ته رسېده
زړه مې مينه د حلوا نمړۍ گڼله
بارې اوس ولمسېده چې بلوسېده
کافران به د کټار مسلمانان شي
که رقيب مې په ژړا وترسېده
عشق و صبر سره لرې دي ناصحه
کله اورکاندي له سولو بسېده
دا د مينې نتيجه ده را رسېږي
چې لېمه مې په ژړا وپړسېده
د عيسی تر دمه کم نه دي "حميده!"
پټ په شونډو کې د ښکليو مسېده
اندېښنه مې د هجران په زړه پنډه
ځکه سا را څخه خېژي لنډه لنډه
د اشنا د هجر هسې بد خبر دی
لکه ورغړي په سر د چا کرکنډه
په هوس به مې سر نه وپورته کړی
که خبر وای د غمونو له غويمنډه
مينه ما ته کا توبه دزرو کالو
د سېلاب له مخه وبهېږي ډنډه
اوس په څيرې گرېوان مينه کړم په ښکليو
چې د عقل ستن مې ووته له گنډه
لا به کله د غماز له مرگه واورم
چې دده له لاسه سوې خوا کړم ټنډه
چې ساتلی د چا زړه په ميوه نه شي
ده تر سمې سروې ښه کږه ارهنډه
په لباس د ښکليو مه غولېږه "حميد"ه
له ثمره وي ښېرازه ونه شنډه
وه د مينې کاروباره
د سولۍ په سر روزگاره
تر سبزه لاندې کوهيـ (ـه)
د بستر د پاسه خاره
د خود راۍ د پوزې نتې
د سر کښود سرباره
د بېغم د زړه په خونه
د محنت بلا گماره
لکه زهر په شربت کې
دلارام و دل آزاره
و خوبانو ته رهبره
و عاشقو ته ريباره
د دردمنو تکيه گاهه
د غمگينو غمگساره
که يې وصل وي که هجر
دواړه وژله کا يکباره
خېژي سا په دواړه رنگه
له اوبو وي که له ناره
په ماڼۍ ديار له ياره
ځان کوټنه کا اختياره
بادشاهان په گدايي کړي
د يوه ديدن د پاره
صدقه تر يوه مخ کړي
خلقه هزاره هزاره
عاقلان د هلکانو
مسخره کړي سحر کاره
تر شاگرد پورې استاد کړي
بېچاره غريب ناچاره
د شېخانو طايفه کړي
د رندانو خدمتگاره
تر مريې پورې څښتن کړي
شرمنده و شرمساره
عزيزان د خلوت بوځي
گرېوان څيرې تر بازاره
په گړۍ کې وسړي ته
څو څو چارې کړي دوڅاره
د حيا د وقار خلق
بې حيا کړي بې وقاره
د تقوی انبار خانه کړي
په گړۍ کې تار په تاره
ځار د ترکو بلا عشقه
د "حميد" بلا برداره
چې پوښتنه مې د حال نه کړې دلبره
لا مې تبه د عشق نه گڼې شېبره
زه د ستا له ډېره غمه هډو پوست شوم
ته زما له خرابۍ بې خبره
زه به ځای د روح دلبره و تا درکړم
که مې يو ځله خدای راوستې تر بره
زه خو ستا له سروې قده بر خوردار شوم
که هر څو سروې بللی شي بې بره
هسې زه په خم قامت له تا ځارېږم
لکه څانگه د چنبېل تر صنوبره
د خط خيال مې دې له سره تلونی نه دی
که سايه پرې د همای شي برابره
چې د بل دپاره ځان سيځي "حميده!"
تل يې وې لکه د شمعې پايه بره
نن دې بيا حسن جلوه کا لاس په توره
گوره بيا به کا په چا باندې مور بوره
چې دې خلق په مړاوو کتو غوڅ کړل
گرځوې سسته لينده په شست مغروره
چې د ستا نکته دانۍ ته نظر وکا
افلاطون شي حيران پاتې بې شعوره
له حجابه دې جلوه هسې جمال کا
لکه سره لمبه چې خېږي له تنوره
په ضرور زما دمينې وازمايه شي
چې مې هسې بې پروا يې له ضروره
زه د شمعې په څېر اور په تندي بل کړم
ته د صبح په څېر خاندې له غروره
که هر څو مې د حيا په حجاب نغښته
عاشقي مې عاقبت شوه مشهوره
هر ساعت پکې نا حق خونونه کېږي
د خاطر کشور مې ډک شه له فتوره
هر چې کېږي خود کرده په "حميد" کېږي
چې خبر و د خوبانو له دستوره
له غمزو د تورو سترگو نظر ژغوره
په وښکليو تورومه خېږه سر ژغوره
عشق ته هېڅ نه دی پرهېز دسلو کالو
له هزار منه پومبې يوشرر ژغوره
عاشقي ستا د بشر د خطر لار ده
د خطر په لارې مه ځه بشر ژغوره
مينې ډېر ساده صوفيان دي رندان کړي
غرونه غرونه يخ له مخه د نمر ژغوره
بل هنر به دې په کار نه شي په عشق کې
بارې يو د بې خودۍ هنر ژغوره
کله ځان ژغوري بربنډ له تېرو تورو
هسې خپسر له ښېرو د سحر ژغوره
آه سر د نوي مېن لره ښه نه دی
له تازه پرهاره باد قوصر ژغوره
عاشقي په خود رايۍ سره نه شي
په دا لار کې دم قدم بې رهبر ژغوره
که په رود يار د مخ ورغلې باده
د "حميد" د مراد ورکې خبر ژغوره
په حرص که مخ د زمکې کړې پره
رابه نه وړې تر نصيب زياته ذره
په اسره پسې ډېر مه ځغله هوښيار شه
په اسره اسره سړی شي مسخره
وږی تږی ناست په خپل انډېري ښه يې
نه په تخت د پاسه ناست د بل کره
د منت پولاو دې زهر شه چې مومې
د محنت ښه وي سو کړک له ساگ سره
د نمرود ماشي قصه کړه در په ياده
که هر څو يې په خپل ځان باندې غره
کړه د مچ له بوڼهاري که هوښيار يې
د مزري د تنهاري تراره
هغه دم کبر و دماغ د سواره در شي
چې دې بر شي لاس په تانگ په خرخره
له دې خپلې مغرورۍ د سپي لکۍ شوې
زه دې خوان ته وړم ته ځې ډېران لره
زه "حميد" د آه په دود کړم هسې فخر
لکه ناز خان و امير کا په تره
ځکه شعر د "حميد" په گوتو ښوو شي
چې يې عشق په سر کې کېښوده طره
د فلک په گردشونو کې پېر گوره
د گيدړ په خوشامندو کې شېر گوره
که نظر دې د يقين لرې ښکار نه کا
دا په څنگ پورې مېشته په ځير ځير گوره
په غرور د توان تېری په ناتوان مه کړه
چې د منه توله سپکېږي په سېر گوره
چې پيشو شي ډېره گېره په سپي ترپلي
ډېر په ظلم کې څوک مه لره گېر گوره
ماشي مړ کاندي هاتي چې سره ټول شي
په يوه وجود سپک مه گڼه ډېر گوره
په نيمگړي دا د د هر، مه نازېږه
په گړۍ کې سپينه ورځ کا اندهېر گوره
لږې لږې اوبه ټولې شي ملک وران کا
په لږ جبر چرې نه شې دلېر گوره
ته هم هسې تېر و بېر زغمه د خلقو
لکه خدای زغمي د ستا تېر و بېر گوره
له دښنه امان مونده په عدوان نه شي
د احسان قلا تر ځان کړه چاپېر گوره
که د زرو مزرو زور لرې په ځان کې
د زېر دستو په شېوه اوسه زېر گوره
لکه وړي گوی له ميدانه پڅه ژبه
نه شي وړای په تېره کړي شمشېر گوره
هر نفس چې د غصې نغرې سودمند وي
وروسته خوند کا له شکرو گنډهېر گوره
قدردان جوهريان بويه چې يې اخلي
"حميد" څه درو گوهر کړه برسېر گوره
ستا له غمه مې په سر کې دی شور هومره
چې به نه وي هر گز شور د لاهور هومره
هغه کارلکه ستا مينه په ما کاندي
په وچ کک باندې به نه کاندي اور هومره
لکه زه چې ستا د مينې په تورنيو شم
نه شي نيو څوک د شاهانو په تور هومره
دغو خپلو اوږدو زلفو ته نظر کړه
حواله مې په زړگي دی منگور هومره
چې په ما ستا دماڼۍ کاڼي پرېباسي
کاڼي پرېوځه د غمازو په کور هومره
لاسيده نه وي پخلا بيا مرور شي
شابس شابس عدل هومره او زور هومره
د لندو خټو دارو لږې اوبه وي
ازمېې راباندې څه لره زور هومره
فرښتې د سپي له بويه بېرته گرځي
له رقيب سره يې ولې خمسور هومره
څو يې نه دی ستا مړوند سر وېږدی کړی
خدای دې سر د "حميد" نه کا په گور هومره
چې زغمم ستا د رقيب بدې فتنې زه
ياره کله يم دا هسې بې کينې زه
چې رقيب په ما کينه کا ستا له مخه
مگر نه لرم دا تريخی په ينې زه
چې سهم باندې سل سخه ستا د هجر
هومره زور راوړم له کومه د سينې زه
ته چې مخ د مهر واړوې اغيار ته
په کودي کې له غير ته شم نينې زه
يو به نه سم مغواله د رقيب ستا
که زوکړی وم رښتيا له پښتنې زه
که ښيې راته هزار لوړې ژورې
د زړه کډې به له تا، نه کړم ستنې زه
بد نصيب يې کا عاشور په تا "حميد"ه
که دې وبولم په ورځ دا دينې زه
دا "حميد" د يار په در کې گېر پېر گرځي
که طواف کړم دمکې دمدينې زه
تن پرورو څخه درد د عشق مه غواړه
موند شي گنج د در و لعلو په ويجاړه
په طلب مې د غافل هسې خندا شي
لکه څوک وي زوی په غاړه زوی وغواړه
د غفلت په کورو کرو مې زړه سوځي
چې همه له تندې مري د رود په غاړه
چې اميد په فاني د هر د بقا کړي
دام دي تشې باد بېزۍ کا ويې نغاړه
دم قدم لکه کمر دشگورژي
د نابود عمر په بود باندې مه وياړه
کوم ساعت به دې سر لاندې ځنې لگي
د شگلن کمر په سر باندې ولاړه
څو دې ښه د فکر شخوند زده کړی نه دی
چپ شه مه کوه خبره لواړه لواړه
له جاهل سره جاهل په جواب رسي
ده دسپي په څرمن منع د سپي داړه
کږنيتا حج اکبر د مقصود نيسي
بار تړه چې ای ويده قافله لاړه
چې په مخ يې دگلرخ سپړې "حميده!"
په هغو سترگو په څېر د شبنم ژاړه
په رقيب له ما نه مهر مزيد مه کړه
د حسين په مرگ مدد يزيد مه کړه
خود مې مهر ستا د مخ وژني دلبره
هېڅ زما په مرگ د قتل تاکيد مه کړه
چې کوثر مې ستا د شونډو نصيب نه شي
خدای مې هېڅکله دا هسې شهيد مه کړه
په وعده د لاس لستوڼی راته نيسې
جگې جگې نه دی رخ هسې بريد مه کړه
ژړوې مې د رقيب په خاطر ولې
په کونجکه ددې دُر وخريد مه کړه
چې مدام درته تلقين د جفا کاندي
ځان په پند، د رقيبانو مريد مه کړه
مرم په دا چې ته رقيب په غېږ کې نيسې
تش په توره ډېر منت په عبيد مه کړه
چې رقيب در سره راولې په څنگ کې
ددغو راتلو منت په "حميد" مه کړه
څوک چې کاندي له خوبانو سره اړه
تل به پروت وي، لکه مړی تلې زېړه
عاشقۍ دې د منصور په دود په دار کړم
خپل پردي مې واړه ولي په تکړه
چې د عشق نجار اره کړم سر تر پايه
تن مې پروت تختې تختې، شه دړه دړه
عاشقۍ دې د مجنون په څېر دښتي کړم
ځکه ډېر کا داو خوش ما سره اړه
عشق مې شاربي په غړ که د نامرادۍ
چې تر خولې مې راوباسي نغوته غوړه
او س "حميد" کوي نارې د يار له غمه
چې يې ولي دا رقيب په لوسنگړه
نه شي په لذت د سرولبانو څوک ماړه
چا نه دی موندلی دا رنگ خوند داسې خواړه
داغ مې د زړه لږ څه سوز کم کړی و ناگاه
گل د لاله راغی اور يې بيا راولاړه
راشه که هواد وستري ديد لرې بې رحمه
مړ ستا د ديدن يې سره کفن کې ونغاړه
ياره لاس تر غاړه د "حميد" له څنگه کښېنه
مرگ څه صرفه نه کا په زاړه يا په واړه
ښه چې بېله مې په غم شوه د زړه دړه
گوندې شي پکې لمن د وصل اړه
عشق مې هسې بې اختياره دماغ کوز کړ
لکه ورغړي کرکنډه په سرځوړه
عشاقي توره بلا نه ده کېميا وه
پرې زما خاکي بشره شو زري زيړه
که څوک غواړي ځای د امن په دنيا کې
کمه نه ده عاجزي تر پخه گړه
که يې سيند کړې د غوړو تر ستوني ښکته
سپوره خوله به د حريص نه شي پرې غوړه
دا خو زه له سادگۍ عشق ته هوس کړم
گڼه څوک بولي بلا په بړه بړه
سپېلني غوندې په اور د نو خط حسن
سر تر پايه سره لمبه شم شنه لوخړه
چې وروښو ښکلي مخ خط د بخښنې
اوس مې زړه ورسره کا ناحق جگړه
غمخواره يې غمخورگي د کوم کوم غم کا
چې پسې شوه په "حميد" د غم پگړه
دا مې لاس راکېښ د صنم په سر دپاسه
که وږمکې ته راکوز شه نمر د پاسه
سپک سپک غر د يار د هجر هسې دروند دی
لکه ايښی په سينه وي غر د پاسه
لايې زه له پی مختوبه چور چور ناست يم
بيا يې که راباندې خط لښکر د پاسه
لکه پروت وي تور اطلس په مکه باندې
هسې رنگ مې دی فلک د سر دپاسه
څو بې عقله لېونی نه شي په عشق کې
بل هنر نشته تردې هنر دپاسه
په يو هسې مغرور حسن مبتلا شوم
چې لري تر نمر سپوږمۍ نظر د پاسه
دمغرب له لوري لمر وخوت قيامت شه
که راځي په کبر و ناز دلبر د پاسه
څوک به هی زما په مرگ کا په خوار مړي
نړاوه شي په خوار مړي همېشه کمر د پاسه
چې سبا دې په فراق کوټه ظاهر ېږي
مه ږده نن تانبه د لاندې زر دپاسه
چې نمړۍ د پاسلونی خورې "حميده!"
په يوه پرهر ږدي بل پرهر د پاسه
دا څه دور د گردون راغی وقت نور شه
چې شېوه د عادلانو ظلم و زور شه
نور دنياو دغوښتو ځای شه چر ته پاتې
چې غمخور په ظلم زور راغی خونخور شه
څوک و کومې وتښتي ځان خلاص کا
په تمامې دنيا پورې د غم اور شه
د مزري له خولې کا تېښته ومزري ته
د منگور د غاښ جړۍ غاښ د منگور شه
څه حاکم څه رعيت څه غير وزير
جهان واړه د بلا په لکۍ سپور شه
هر سړی په زور زياتي روا دار وينم
که يې ساز و چا ته لږ و ډېر څه تور شه
د هر چا په کور چې پرېووت کاڼی پرېووت
په عالم د بې نياوۍ کاڼی په وورشه
يو د بل په ښه و بد رسېدی نه شي
سود و زيان د خلقو واړه کورا کور شه
غريب خلق مردگان پکې ورتېږي
ظالمان نکير منکر پېښور گور شه
پند و وعظ د هېچا اورېده نه شي
هسې رنگ د ظلم و جور شر وشور شه
څه به شور نه وي د هند په ميخانه کې
چې اورنگ څخه د حکم جام نسکور شه
چې دده د عدل نمر دی پرېوتلی
توره شپه د ظلم وخته ملک تور شه
هر سړی درباندې پښه (ږدي) پورته خېژي
اورنگ شاه پرېښی تخت لاړ دور نور شه
تېر ساعت به د هيچا په لاس کښېنوځي
خو چې تېر شه هغه دم تر بلا هور شه
همدغه د امن لوری دی "حميده!"
که دې مخ له دنياگۍ په بل لور شه
هی شه کاڼی می په کور شه گڼه وورشه
چې نگار مې د اغيار په غېږ کې خور شه
اړولي بخت راوکړې اړولې
چې غمخور يار و آشنا زما خونخور شه
خود کرده به څه تاوان له چانه غواړم
چې مې بل له خپله لاسه په سر اور شه
دا بلا يې وې ليدلې اورېدلې
دانسته مې زړه په مينه کر وکور شه
فرښتې موافقت له دېوه نه کا
له رقيب سره حبيب په څه مخسور شه
څه به زړه سېځي خوبان زما له سولو
چې يې داغ زما دزړه په مخ انځور شه
چې نظر يې د گلرخ ساقي په مخ شه
د نرگس له لاسه جام پرېووت نسکور شه
چې يې زه لکه منصور سنگسارولم
تور هغه ملای روم د عشق په تور شه
نور مې ځای نشه دنيا و د غوښتو پاتې
چې غمخور مې روا دار په ظلم و زور شه
که يې څوک د مرگ بانه پوښتي له خلقه
د "حميد" ديار له غمه سر په گور شه
تمامي جهان له غمه شور ما شور شه
که زما په ښهر گډ د فلک شور شه
چې نرگس ورته په غټو سترگو ړوند شه
هغه مخ نن د لحد په خاورو تور شه
د چا کور وته مې غټ کتلي نه وو
تاخت زما په خونه گډ د چا په تور شه
د هجران سوروله کومه راخورې کړې
آسماني کاڼی تنها زما په کور شه
تار په تار يې کړ زما د وصل ښهر
د هجران فوج له کومه لوري سور شه
چې مې يار تر خاورو لاندې شه زه پايم
دغه ژوند مې هغه ژوند لره پېغور شه
ساقي ته ملامت نه يې بخت يار نه و
تا ډک جام د ميو راووړ جام نسکور شه
د هوس له ټاله ولوېدې "حميده!"
هغه يار دې د لرگو په براق سپور شه
ارزومند د يار د درد په دوامه شه
بېگانه دخپلو منځ لره رامه شه
هنگامه د مينې گرمه ده تر حسنه
د مجنون د در گدا شه ليلی مه شه
که باڼه دې د نگار ټول تېره غشي
يوزما د زړه له نخښې خطا مه شه
که مې پرېوته سياهي په خاطر باندې
چې له زلفو د دلداره ده رڼا مه شه
که بلا په عشق کې ډېرې دي ناصحه
دا بلا واړه په ما شه په تا مه شه
که مې مرگ دی هغه يار ته په خوا شوی
له دې کاره پښېماني ور په خوا مه شه
دغه غم اندوه يې سر د نافې سپين کا
څوک له خوا د آهو چشمه جدا مه شه
پروانه غوندې خوله پټه خپسر سېځه
د سپند په څېر شوخ چشم رسوا مه شه
هېڅ دې دم ورباندې نه لگي ناصحه
دا "حميد" بلا وهلی ملا مه شه
د دنيا مال په تللو دلگير مه شه
مات اغزی دې له پښو خېژي زهير مه شه
نس هوی دې خدای و تا اسير در کړي
ته د خپلو اسيرانو اسير مه شه
دينداري په خود رايۍ سره نه شي
په دا کار کې بې مرشده بې پير مه شه
نه دی نس لره جلب د ورکولو
آموخته درباندې غل وکاسير مه شه
چرته سوی د يوه داغ چرته د زرو
د دنيا د ټولول په تدبير مه شه
وايه سپک ښه دی که دروند د سر پيټوری
فقيري در لره ښه ده امير مه شه
خدای در کړی شنوا غوږ دی بينا سترگې
دانسته تر کمر لوېږي بصير مه شه
په خندا خدمت د خلقو کړه که مرد يې
جفا کښه نښانه اوسه تير مه شه
نور قيدونه واړه سهل دي "حميده!"
خو په غاړه دې د طمعې ځنځير مه شه
د بوسی مهر په يار کې نه و نه شه
چې نصيب مې په دا کار کې نه و، نه شه
هېڅ اخلاص لباسي يار راته ونښود
د گل بوی په خس وخار کې نه و، نه شه
که هر څو په عشق کې ما زړه آرام غوښت
دغه وست په دا بازار کې نه و، نه شه
ما که سل ځله اختيار کړ صبر و زهد
چې د ترکو په اختيار کې نه و، نه شه
بېهوده مې ځان شمېره د يار له سپيو
چې لايق په دغه شمار کې نه و، نه شه
جمع نه کا زما زړه پرېشانو زلفو
دغه دين په هندوبار کې نه و، نه شه
ما وې غوڅ به کړم رقيب د آه په توره
کفايت مې په گوزار کې نه و، نه شه
ډېر و زهد ته "حميد" راکېښ شېخانو
چې داخل په دا قطار که نه و، نه شه
دروېشي دا هسې چېرې ده دروېشه
چې د نورو رضا پس کړې خپله پېشه
په دې لارې کې يو نه رسي مطلب ته
چې د نوش په طلب ځان ساتي له نېشه
اور اوبه په يوه ځای نه جمع کېږي
چرته دين چرته دنيا کوتاه اندېشه
څو له وېشه د دنيا وتلی نه يې
بيا به نه مومې بهره د دين له وېشه
چې وهلی و مظلوم د آه قوصر وي
مه کړه طمع د صحت له هغه رېشه
هندو هم د باطل درم و شرم ژغوري
ته له حقه حيا نه کوې بد کېشه
که جلوه د مراد د گل غواړي "حميده!"
د غونچې په طور وينې د زړه زبېښه
چې د بل په خوښه پرېږدي خپله خوښه
تر دې خوښې خوښه نشته بله خوښه
لا خوښۍ متابعت در کړی نه وي
خود روري دې کړه له دې کبله خوښه
بې راسپي دم قدم مناسب نه دی
په آغاز ده د هر کار بسمله خوښه
چې په تول کې رو، ريا د هېچا نه کا
د هر چا په دا سبب ده تله خوښه
که خوبان د کبر و ناز په خوی خوښېږي
ده زما د کمينۍ بدله خوښه
که يوه گړۍ ناخوښ نس و هوی کړې
دا کانه به دې شي تل تر تله خوښه
که په سوز د پروانه شي وازمېلی
په دا گل به شي هاله بلبله خوښه
که مې يار په آزاريو په لسه خوښ وي
دغه چار ده زما يو په سله خوښه
سر درد پورې دې پند مه کړه "حميده!"
خود روان به کا ستا خوښه کله خوښه
که هر څو کړي د گمان لينده برکښه
د باور غشی په لک نه کړي له نخښه
ما ته عين په خره سور مختور ليده شي
د پندار په اس سوره له ځانه خوښه
په ظاهر لکه موسی خېژې آسمان ته
په باطن لکه قارون په زمکه ښخه
هېڅ دې شرم له حاضره خدايه نه شي
په صورت ملايکه په خوی گور کښه
نه په مړو باندې صرفه نه په ژوندو کړې
په خرقه د دروېشۍ کې کفن کښه
هنريان د اخذو جر واړه تاجر کړه
شرمنده گرځي شيطان ستا له ارخښه
چې هردم د مرگ مزری ورته ښو وه شي
څه به نه شي د "حميد" غزاله خوښه
نه کا هېڅ راباندې يار د مهر پېښه
اې زما تورې طالع څه خو وبرېښه
چې مې هر ساعت زبېښې دځيگر وينې
يوه ورځ مې هغه لب په خوله وزبېښه
لا يې سوک د بېرحمۍ په سترگو مږې
بيا په ښکليو پسې ځغلې ولې هېښه
يا له ناره راته يار گڼکور وايي
يا يې نښلي خواږه لب سره له سرېښه
د عشق بار چې آسمان زمکې ساهه نه شه
تا په کوم قوت اخيست کوتاه اندېښه
اول مه وای مېن شوی چې مين شوې
اوس را پېښه هر چې ده نسه په خوېښه
چې په مينه کې آرام د خاطر غواړي
گڼه غواړي کټوری له زاڼې وېښه
ښکلی مخ وته کا ته کار د "حميد" دی
د نامرد و سترگې برېښي له تورو برېښه
اې مدام د نس په زېرمه کې رنځ کښه
په دا رنځ کې په آزار د خلقو خوښه
وهېچا ته له تا نفع نه رسېږي
بلکې ته لکه اغزی په نورو ښځه
يوه ورځ به بنديوان د بازپه څېر شي
چې دې شپه و ورځ خوراک شوه د قاز غوښه
د مظلوم آه آزار وچا ته مه شه
عالمونه يې ورانېږي له ارخښه
د مظلوم آزار خالي نه ځي "حميده!"
د ويشتوني گوزار پاس لگي په نخښه
که له څاڅکي صبر زده کړې ته صدقه
په گوهر به دې سينه شي مشرفه
لوی کمال دی کميني د ادمزادو
پاتونه شه آدم زاد له دې شرفه
څه به ستا د نس توسن سرکښي نه کا
چې سبا بېگا يې پيايي خوښ علفه
په هوی پسې د نس سر هوا مه ځه
نه دی وړی سود هېچا له دې طرفه
چې په اصل يې له خاورو پيدا شوی
ولې ننگ له خاکسارۍ کړې نا خلفه
چې دې ټول زيست و روزگار په زېرکۍ شه
د شيطان په څېر به کړې بندگي تلفه
ځنې ځايه لېونتوب په کار رادرومي
کله طفل بازي يوسي له آصفه
څه تکليف د ښه خوراک د ښه پوښاک کړې
اې د خدای په امر ونهې مکلفه
په هر کار کې کميني کوه "حميده!"
ډېرو وړی دی کمال له دې کنفه
مرم له خپله اشتياقه
نه د يار له افتراقه
هم دخپل عمل تېشه ده
چې وهم يې له تاراقه
چې په ما دي هم له ما دي
نه له زيده له اسحاقه
خود مې ځان تر کمر پرېوست
لکه طفل په مذاقه
د شفا خاصيت يو وړ
زما مينې له ترياقه
د ترياق په اميد راشي
ما له زهر له عراقه
د منگول په ځای خنجر شي
را بېرون ديار له ساقه
بې آفته نور څه نشته
زما بخره له آفاقه
دميرڅي نفاق راپېښ شي
د دوستۍ له اتفاقه
له دې خپله توره بخته
تورومه څو اوراقه
بله نه وه داوه دا شوه
زما بخره له ميثاقه
نن ساعت به دې "حميده!"
مات کا بخت سندان له تاقه
څو له نفس سره و نه درېږي په کلکه
په نرمۍ به کله خلاص شې له ازبکه
واقعې نه کاڼي پوست نه غليم دوست شي
په بندگۍ د نفس مه غلېږه مردکه
لږ لږ ښه هم مناسب له نفسه نه دي
غله مېرمن کاندي ځان موړ په څکه څکه
څه به ځای د خدای ديادو پکې کېږي
چې دې گېډه وي مدام په طعام ډکه
که دې زړه وي چې وجود مې نوراني شي
واخله پند د کوتې گېډې له فلکه
له فلکه سوال د نس دپاره مه کړه
درکوي که په کچکول کې اوږمکه
چې يې ږدې له کبره هوک په تندي باندې
دا دستار به دې کوز پرېوځي په غوړ پکه
گوره کوز تر هرچانس په کمينۍ کې
که جنډه غواړې د عرش د پاسه لکه
چې له اهله د دنيا محبت نه کړې
هم دغه د امن لوری دی بې شکه
له دې خپلې کمينۍ عاجز يۍ
ای "حميده!" دخودبين د سترگو ککه
چې پيرۍ مې ږيره سپينه کړه علا غبرگه
بويه قد دسروې قد عصا تر تخرگه
په راستۍ مې د خپل عشق هسې باور دی
چې همدم به يم لکه ښکليو پس له مرگه
عشق په زړه د تن پرورو کله لگي
دا چې نه کا اور اثر په لنده گرگه
پرېږده ما په عاشقۍ کې وږی تږی
ته ناصح ورځه په ډکه گېډه ارگه
زه د يار غمونو هسې هډو پوست کړم
لکه ونه په خزان کې شي بې برگه
که هاله وم ايله اوښ په صورت څورب
اوس دعشق غمونو ووېستم له ورگه
عشق پېزوان دبار کښۍ که را په پوزه
د فراق خواريو ووېستم له درگه
په ځوانۍ د عشق غمونو "حميد" زوړ کړ
بې مودې يې ږيره سپينه شوه ملا بغرگه
نه دی گل دستا د مخ مخی خوشرنگه
گل جلوه په يوه رنگ کا ته سل رنگه
چې يې ستا د تنکۍ خولې تصور واخيست
په دا فکر کې غونچه شوه په زړه تنگه
دغه ستا د راتلو رو گوري دلبره
دا چې سروې هسکه کړې ده غړنگه
چې سيالي ور سره زرکې په يانه کړه
ولي ځان له دغه شرمه تر گړنگه
دا زما د آه لوگی پکې ليده شي
آينه دې د مخ نه ده په خط زنگه
چې يې تا غوندې دلبر په څنگ کې ناست وي
د هغو دماغ بلند وي تر اورنگه
چې په سيند زما داوښو نه نرمېږي
طايفه ده د خوبانو په زړه سنگه
زه د ستا شرم و حيا کوزو کتو کړم
هم شوخ چش، م هم بې شرمه، هم بې ننگه
هسې رنگ د بڼو غشي رسا ولې
چې هېڅوک يې سلامت نه ځي له جنگه
پس له مرگه دې "حميد" هسې ژاړه شي
ای په اور د ښکلي مخ سوی پتنگه
څه بې ځايه گفتگو کوې بې تانگه
ورک شه ستا ردوبدل داير و ډانگه
د انصاف په سمې لارې قدم کښېږده
د خودۍ په کمر مه ځغله مه دانگه
لري مشر مشره بخره کشر کشره
برابرنه دی چرگ بانگ له ملا بانگه
ستور او خر پکې ډوبېږي که باور کړې
چې ورځي هغه اوبه د اوښ تر تانگه
گفتگوی د مطول "الف""بې " خوان ته
څرگندېږي مجمجه په ستره ستانگه
په تش اسم دې دماغ هسې بلند شه
چې هوسو ته نيسې رود مچو پړانگه
څه به ستا په وراشه نه خاندي وگړي
اپوټه گفتگوی کم نه دی تر سانگه
چې نا اهلو ته د اهلو وينا وايم
نيسم پوزې ته دخره، د گلو څانگه
له ناکس سره ماغزه مه خوره "حميده!"
دم په خود شه دخپل فکر په ټال زانگه
چې په مخ دې د خط ليکه دوتا راغله
گويا مخ لره دې توره بلا راغله
صبوري به دې له عشقه راونه شي
هر چې وشوه يا الله ياالله راغله
چې راغلې په مجنون نه وه هېچېرې
هسې سخته ستا له غمه په ما راغله
که سبا راځي په خلقو ورځ د حشر
په ما نن له ډېره غمه د ستا راغله
چې مې هېچرې په خوا په خاطر نه وه
هسې لويه اندېښنه مې په خوا رغله
د رقيب له لاسه ډک له غر يوه ناست وم
چې مې حال وايه ويار ته ژړا راغله
لکه سر د پسه په اور غاښونه سپين کا
هسې ما لره له غمه خندا راغله
درست صورت مې سره لنبه شه شنه ډډوزه
د درياب له لوريه کومه هوا راغله
هسې نه چې زه يوازې يم راغلی
ستا طواف لره تمامه دنيا راغله
ما دې مخ په ځير ځير کتلي نه وو
چې دې اوس په کفن پټ که ژړا راغله
که دې بيا دتلو رموز وکړ دلبره
په هغه ساعت به ومرم قضا راغله
چې موقوف يې خپل ژوندون د يار په مخ کړ
د "حميد" په خوله عجبه وينا راغله
په نظر دتورو سترگو شوم واله
څه ناڅاپه وختم په بنگاله
يووړ خط صبر و آرام زما له دله
څه ارام په مېږتون کا غزاله
چې مې يار لږه ترشي په جبين راوړي
کوز کا کيف د شرابو صد ساله
چې نظر يې د گلرخ ساقي په مخ شه
د نرگس له لاسه واوښته پياله
له بتانو د بوسې طمع طاعون ده
مومي څوک د شوم له کوره نواله
خوار مجنون ته به يې عشق نه و پرې ايښی
که څکولای شوای رستم دا کشاله
شوخو سترگو وړی زړه په خدای سپارلی
کشتنی شه د جلا د په حواله
په راتله ديار دخط ژړا بايده ده
ولې نخښه د باران وايي هاله
لاړ شه گور لره "حميد" د يار له لاسه
ځوانيمرگ سوی لړ مون لکه لاله
څه برباد درومې زما فريادونو له
په خاطر د دلبرانو ناقبوله
زر په زر به ظالم حسن د بتانو
کاندي خدای توره بلا د خط نزوله
په عاشقو کې معقول هغه باله شي
چې يې شېخ و ملا بولي نا معقوله
که په کار د عاشقۍ بې عزت کېږم
خدای مه لرې مه کړه دا پېغور له کوله
چې عاشق دعاشقۍ په کار شرمېږي
شرمنده به شي تر خدای و تر رسوله
مسئله دصبر وزهد په هېڅ قول
د عاشقو په مذهب نه ده معموله
چې مې هېڅ په غوږو نه لگي ناصحه
بېهوده پندو وينا وايې فضوله
اوس اقرار په بانگ بلند د عشق په کاريم
پټاوه راباندې نه شي عشق په پوله
د دنيا له هوسونو څه رنگ نهيل شوی
ای "حميد"ه د خپل يارپه غم مشغوله
چې مې تن ملک دختن شه زما لاله
دا اثر گڼم د ستا له خط وخاله
آرايش له آلايشه لعل مومي
په راتله د خال و خط مه شه ملاله
زه به درسته شپه ژړا لکه شبنم کړم
خانده ته گل په څېر تازه خوشحاله
د جنت حسن وجمال که په کمال دی
شرمنده دی ستا له حسنه له جماله
کله کله به دې مخ چېرې څرگند کا
که دې حوره يا پرې وايې د مخ سياله
زاهدان دې ځان نا حق ساتي له زلفو
دا مرغۍ دي لاندې شونېتر دې جاله
زرزوال د ستا د مخ له شرمه وخوري
نمر سپوږمۍ چې ورسېږي تر کماله
ستا د عشق د لېونتوب منت راباندې
چې يې خلاص کړم دخاص عقل له جنجاله
که منصف يې د انصاف په تله تول کا
قيل و قال د "حميد" کم نه دی تر حاله
ډېر مې ماړوه په تور و سپين صنمه
چې خوني به په خپل ځان شم ستا له غمه
چې چيچلی دې دعشق بې دمه مار يم
خود به دم را څخه وکاږي تر دمه
چې کاته راته په څنگ کاږه کاږه کړې
لا مې نه ده ستا په مينه کې چار سمه
ډېرو اوښو مې صورت له برمه پرېوست
ژر به پرېوځي دا ديوال له دغه زيمه
له ستمه دې کرم هسې جلوه کا
لکه برېښي آب حيات له توره تمه
دناصح مهر وکرم دې صدقه شي
ستا د عشق تر هره جوره تر ستمه
ستا کجکو زلفو هسې خلق حيران کړه
چې يوسف يې کاجلوه له هره خمه
د "حميد" سوځنده شعر وسوم وسوم
دا آواز کاندي رباب له زير وبمه
څه حکمت دی چې مې نه چوي لا سينه
ياره ستا د رقيبانو په کينه
چې دې زه او رقيب سم گورو ومخ ته
دې گرومونو کړه ورسته زما يېنه
ستا په در کې رقيبان راباندې بلوسي
نه گروهېږي په مکه په مدينه
لکه زه چې ستا له غمه ځوانيمرگ مرم
واخله هر څوک هسې فصل مهينه
ته زما په ژړا نرم گرم نه يې
زه شوم ستا په غم کې وريت لکه نينه
همنشين مې ستا دغم د آه په تاب کې
اغوستی نه شي له وېرې پشمينه
لکه توره دغماز تل خونريزي کا
څه به نه وي د ستا حسن رنگينه
ستا د در د سپيو قدر مې بيا نه موند
که هر څو مې درته ځان کړ کمينه
چرته شېخ چرته تندی دعشق "حميده!"
چرته جنگ چرته بې دله ارتينه
درکوم که هزار ځله سوگندونه
يا پندونه درته کړم په سل بندونه
نه مې پند، نه مې سوگند په تا آثر کا
څه بلا مو ترميان پرېوته کندونه
دا پندونه د رقيب نه دي نور څه دي
چې دې نه لگي په غوږ زما پندونه
لکه ته چې يې زما په درد و داغ کړې
بلبل نه کا په گل هسې انندونه
چې په دم د نيم رمق پايم په عشق کې
يو په سله ښه دی مرگ له دې ژوندونه
چې له تا راته د صبر گفتگوی کا
ناصحان وهي بې ځايه دا شخوندونه
هېڅ شرطونه له ما مه غواړه په عشق کې
ولې زهر خواړه نه شي په خوندونه
لکه څوک چې په چا توره نيم کښو کا
هسې سهم راکوي ستا مړوندونه
د "حميد" په څېر بلبل به پکې نه وای
که گلزار نه وای په ښکلو سربندونه
د يار غم له خپله ځان کړم بې ځانه
ځکه ويره د ځان ورکه شوه له ما نه
دا تلاش زما د مرگ نه دی نور څه دی
چې گلگونې جامې اغوندې جانانه
په رښتيا که ته ليلی نه يې زه چا کړم
د مجنون په څېر بې سر و بې سامانه
که گذر د باغ په لور کړې زه ضامن يم
که دې سروې په رکاب نه شوه روانه
چې يې ستا په گل رخسار باندې نظر شي
آينه شي د نرگس په دود حيرانه
که مې لگي لږې سترگې په بل ښکلي
هغه دم په کږو سرشې بدگمانه
هسې قياس زما غيرت په خپل غيرت کا
له اغيارو لرې اوسه مهربانه
په "حميد" د يار له غمه سخت ساعت شه
ربه ته يې دغه گرانه کړې اسانه
دا خبر د يار د تلو په "حميد" وشه
که يې پرېووت په سرکاڼی له اسمانه
څه يله يله وييږې سر مغز نه
ولې نه غواړې له خدايه امر زنه
ډېر مدت له شرم و ننگه زهيرېږې
چې دې چار شي د دنيا تر چا تورزنه
هېڅ پروا د دين په کار نه کړې که وران ش ي
ای بې ننگه بې فرهنگ د دين رهزنه
لکه طفل در گوهر په روټۍ پلورې
هسې ته کړې په دنيا د دين بازنه
ته چې مينه په دنيا کوې دين غواړې
تېروې عمر په تشه باد بېزنه
د دنيا په مال نادان سړی هوس کا
کاندي طفل د درمو په اس تېزنه
هېڅ خواږه نه دي حرام تر دې حلالو
بارې خپله خورو لوروي کړ مېزنه
هېڅ دې نه کړه دتوبې په جار وصافه
د مرگ لار دې هسې پرېښووه اغزنه
چې له ښو ښو مېړنو دې ميدان يووړ
شابس شابس د "حميد" فکره تورزنه
ياره مه نمانځه رقيب په دشنامونه
هر سفله ته بخښل نه شي انعامونه
يا مې عمر تلوار کړونی دی ياته يې
چې همېش راڅخه ځې په لوی گامونه
په آواز د اوبو، تنده نه ماتېږي
کله سود شي د ديدن په سلامونه
يار له ياره خوا په خوا فايده مومي
اخيستی نه شي بوسه په پيغامونه
کامراني مې له تا هيڅ حاصله نه کړه
ډېرمې وکړه په دا طمع ناکامونه
چې له تا د وفا طمع کړم پوهېږم
بېهوده ږدم و عنقا و ته دامونه
چې مجنون غوندې په مينه کې گمنام شي
دهغو په جهان وخېژي نامونه
چې سبا مشت و گرېوان وي له خوبانو
که نن وکاندي "حميد" سل سوگندونه
زه خسته په مرگ حال ستا له بېلتونه
د رقيب کره وهې ته نوبتونه
هزار حيف دی، هزار حيف بې مهره ياره
ستا په دا ننگ و ناموس په دا پتونه
چې ژړل مې دې په وصل کې له هجره
ما ليده پکې پراته داعلتونه
چې په ويار دې د اغيارو وازمېلم
په جهان کې نه وو نور څه ازمېښتونه
چې مدام دچاود کمر په سر ولاړ وې
خو به پرېوځې يوه ورځ له پيوستونه
بې مهرۍ به دې په سپي رقيب داړلم
چې مېلمه وم د دروغو په ستونه
چې يې ما په سر ومال خريداري کړه
مفت دې ورکړه ورقيب هغه وستونه
زما، ماته وجا روزه ستا وتاته
چې لرو سره په زړه کې څه نيتونه
دا يو، گورو چې به څه وکا دلبره
د "حميد" روغه راستي ستا شدتونه
چې هوس کړي د گلرخ دپتانه
په سرمه تړه دغه پېټي درانه
ځکه شوه تر زنگانه په وينو ډوبه
چې يې زرکه سمېدله په يانه
ته به څه ځنې دنه کتو ماڼه کړې
دي نرگس شړند ولاړ په دا مانه
گوره حال د بنفشې په عاشقۍ کې
چړې خور شه خوار خسته په لړمانه
نه به ترکو وړی زړه راشي په لاس
نه به مړي شي دگور بېرته ستانه
چرته لپې لپې اوښې چرته صبر
نه شي لمونځ د رود په څنگ په تيبانه
د هجران غمونو زه هسې په تنگ کړم
لکه کښېني په چا روي مېلمانه
قول وبول په ژوندون نه شي نورولی
ځکه ځان په قول وژني پښتانه
د "حميد" د ژړا ويار دې هېڅوک نه کا
رستمان شي يتيمان په بېلتانه
چې يې سپک کا عاشقي لکه بڼه
هغه کس تر کوه قافه دروند گڼه
چې ايرې دبېقدرۍ شي پرې مښودي
آيينه د هغو زړونو وي رڼه
له دانا سره نادان کا اوچې پوچې
هېڅ بهه بټ په ترپو مات نه کا چڼه
له کينې په بينا سترگو شنوا غوږو
د عيسی په دم قدم ړنده کڼه
که څوک نه پټوي سترگې په حرامو
شي په پښو کې پېژندی پردۍ پڼه
دا چې نن بڼې بڼې په زر که ناست دی
دغه باز به کا بر گوت بڼه بڼه
چې "حميد" اوږدوي لاس د يار و مخ ته
کشکې ښماخ د ولې ونيسي مڼه
چې اقرار په ناپوهۍ يې ښه يې پوه
چې د پوهې لاف وشاف کړې نه يې پوه
چې دې پوهه په خپل عيب نه رسېږي
ترو په عيب به د بل چا په څه يې پوه
که دې وساته خپل ځان دنس له مکره
وايه ځان وته هاله چې ته يې پوه
چې د دين دانايي نه لرې په زړه کې
بېهوده ځان غټوې په خوله يې پوه
ولې غل دخپل کنډر در نيوه نه شي
چې د نورو غلا ښيي په غله يې پوه
اول خپل ويران ويجاړ کارونه سم کړه
که رښتيا دسازول په وله يې پوه
چې مې بې سواله مطلب کوې دلبره
څه عجب زما "حميد" په زړه يې پوه
له حيا دې آيينه په مخ کې اب شوه
په فراق دې گونه زېړه د آفتاب شوه
ورځ په ورځ دې روښنايي د مخ زياتېږي
نوې مياشت چې دې روانه په رکاب شوه
چې يې گل د ستا د مخ په گرېوان کښېښو
شگوفه د زړه په وينو کې عرقاب شوه
چې حاضر په عدالت شه ستا دحسن
گونگه ژبه د سوسن په سوال جواب شوه
بيا به ولگوي اور د چا په خونه
چې له قهره د سمن بشره گلاب شوه
چې مشغول د ستا د مخ په خال و خط شوم
مشغولا را څخه پاتې دکتاب شوه
ته چې توره تېروې زه در پوهېږم
مقرره شهيدي زما په باب شوه
ستا د غم له ډېرو اوښو چې تل ژاړم
د "حميد" خونه په مخ کې د سېلاب شوه
چې تر زنې لاندې خط راوړي انبوه
يار له ياره سره نه کا هسې دروه
هردقت چې دې په مخ کې حسن وکا
د مجنون له توجه شمه پرې پوه
هم هغه د محبت په رموز پوه شي
چې يې ځان له خپلې پوهې کړ ناپوه
چې يکتا ور سره نه وي قباحت دی
يار له ياره يو گز لرې وي په کروه
په اميد د يار د وصل د ښادۍ
گرځومه سپک په سر غر د اندوه
زه به څه کړم له رقيبه د ښو طمع
نه دي ښه چا سره کړي دغه گروه
کامراني په عشق کې مه غواړه "حميده!"
دا گياه نه زرغونېږي په دا کوه
عاشقي راپورې ښه د دلبر نه شوه
سر و مال مې پکې لاړ شه تر سر نه شوه
په ژړا ژړا رقيب له ياره بېل کړم
دلسوزي په مسلمان دکافر نه شوه
سينه سوی د هجران په بر کې ومړم
خوشنودي مې د وصال په کوثر نه شوه
نه ده ما هسې توبه له عشقه کړې
چې مې ما ته په سر بار ديگر نه شوه
زلزله د کامل عشق راباندې نه وه
چې د تن ماڼۍ مې زېر و زبر نه شوه
د هغو خواري زاري به زهيري شي
چې ووصل ته د ترکو رهبر نه شوه
څه غافله طايفه ده د شېخانو
چې دعشق له شوره شره خبر نه شوه
څه فساد و ستا په خاورو کې "حميده!"
چې د مينې په کېميا سره ، زر نه شوه