غزل
متفرقات (ترکيب بند)
Abdul Hamid Momandنن به شپه زما د يار په کوم مکان وي
جلوه گر به په کوم هټ په کوم دکان وي
شرمولي به يې حسن کوم ترکان وي
کوم دکان به يې دخولې ددروکان وي
په ډيوه به يې د مخ څوک پتنگان وي
همخوابه به يې پاکان که ناپاکان وي
ولې نه چوې له دې غمه زما دله
چې دې واورېده د يار د تلو بدله
نه به وي ور سره هسې مسلمان څوک
چې يې واخلي خسمانه د آب و نان څوک
نه به وي ورباندې هسې مهربان څوک
چې يې وبولي په ځار او په قربان څوک
يا يې سيوری کا په سر لاس د احسان څوک
يا يې وکا د بل کارسر وسامان څوک
چې له هسې غمه نه مرم ژوندی پايم
تو زما په محبت شه بې وفا يم
خود په خود به وي ولاړ ستړی ستومان
خسته دل په خسمانه د آب ونان
ارزان وست به له ناکامه پېري گران
قيمتي ياقوت به پلوري رايگان
د بې قدرو جوهريانو په دکان
له دې غمه آه افسوس ارمان ارمان
راکړی خدای په دا گړۍ پر د همت
چې حاضر شوی د بېکسو په خدمت
گوره ناست به وي خپه په ځينو خرو کې
که به پروت وي، لکه لعل په ايروکې
کوم سرود به کاله زړه سره په ورو کې
د سړي مهر به غواړي په پيرو کې
نه به مومي دغه نور په دا بشروکې
که به ځان لره وي ډوب په خطرو کې
دا کوم شرم دی کوم ننگ په محبت کې
چې غمخور نه شوم ديار په دا غريب کې
خوب به نه ورځي له ډېرې ستومانۍ
بوږنوي به يې د ملو بد گمانۍ
نه به وړاندې ځي زړور په شادمانۍ
نه به بېرته شي راتلای له پښېمانۍ
د هر سپي به په اميد د امانۍ
چپړوسي کا د نمړۍ په مهمانۍ
چې دې يار پېڅي دا هسې نرمه گرمه
ته په کومه حيا روغ گرځې بې شرمه
په قهقهه به خندېدلی وي که نه وي
دزړه غم يې غولېدلی وي که نه وي
فراغت به يې پوښتېدلی وي که نه وي
چا به حال ترې پوښتېدلی وي که نه وي
کټ پوزی به يې موندلی وي که نه وي
غونچه وار به موسېدلی وي که نه وي
نشته ما غوندې بې پت څوک په يارۍ کې
چې همدم نه شوم د يار په دا خوارۍ کې
دم و خود به وي ولاړ د غم له گوټه
پرانتی به چاته نه شي دزړه غوټه
پرې به وي هره متاع د هوس تروټه
اوبه کېږي به له غمه لکه لوټه
د اخلاص مزه به نه مومي له پوټه
آه افسوس به وي ورپاتې له دې لوټه
که دې مينه وي رښتيا له دې رموزه
سر تر پايه سره لمبه شه شنه ډډوزه
لا به نه وي ويده شوی بيا به ويښ شي
که هر څو يې زړه په خوب پسې مېښ مېښ شي
هېڅ به نه مومي کابو کاروان به لېښ شي
لا علاج به د ناکام په لاس راکېښ شي
که يې سل خواږه د حسن په گواښ گېښ شي
دم قدم به لکه بند دگني زبېښ شي
يار به دا رنگه بې خوبه بې آرامه
ته په دا رنگه بې غم نمک حرامه
په مزله به يې سبا گوره څوک مله وي
نه پوهېږم چې به ساد وي که به غله وي
په څه شان به شکسته زهير په زړه وي
له تغمې به يې دزړه، نغمه په خوله وي
دم قدم به يې خولې دمخ په وله وي
رانجه کړي به يې چا خاورې د پله وي
سزاوار د هر ستم دهر پېغور يم
چې مې يار په سفر تللی زه په کور يم
په څه شان به غمزده درومي په لارې
په گردونو آلوده سپينې رخسارې
زړه په خار د بې کسۍ پارې پارې
آبلې به يې وهي د وينو دارې
نه به وي هسې هندو مسلمان بارې
چې يې وکا دلاسا د يوې چارې
نه مې شرم شته نه درم په حساب کې
چې له يار سره لاړ نه شوم په رکاب کې
که هرڅو په غړيو غړند په پښو شل وی
په سينه پسې څکېدی د آشنا مل وی
درست د غم په خنډ وخار سره څول څول وی
د هر چا په دا پېغور ملامت غل وی
را پېښ شوی هر نقصان وهر ذلل وی
خو له يار سره مې کړی دا مزل وی
چې ترې پاتې شوم رښتينی عاشق نه يم
سر تر پايه دروغجن يم صادق نه يم
يا له ياره سره تللی په سفر وی
په هر ځای مې غوړولی پرې وزر وی
يايې مړ د بېلتانه له غمه زر وی
يا په دواړو سترگو ټپ ړوند په نظر وی
که دانه کېدی هر گز متعذر وی
خود په خود مې ځان وهلی په خنجر وی
هسې پاتو شوم تر يار پورې مخ توری
په جرگه د عاشقانو کې کوز گوری
دا څه مينه محبت څه عاشقي ده
دا څه پټ، څه مروت څه صادقي ده
دم قدم دغه بازي منافقي ده
په مذهب د عاشقانو فاسقي ده
سراسر نا قابلي نالايقي ده
په ذمه مې د سنگسار گناه باقي ده
چې مې يار په سفر تللی زه په کور يم
گويا مخ په تبۍ تور او په خره سور يم
چې مې يار په هند برات زه په خپل کور يم
نه له غمه پسې مړ نه کر او کوريم
نه بې هوښه نه پښې يبلی نه سر تور يم
خواړه خورمه اوبه څښم په خندا خور يم
د يار يار دخپلو خپل دورورڼو ورور يم
لکه ومه هغه شان په خپل انځور يم
د "حميد" دا زندگي شرمندگي ده
که يې مړ کا، عزراييل ته بندگي ده