غزل

مخمس

Abdul Hamid Momand

د هجران له لاسه ناست يمه ويرژلی

لکه بت په غټو سترگو دم ختلی

بېهوده په صورت روغ په زړه نتلی

بېلتانه په مرگ حال يم رسولی

ربه راولې آشنا په سفر تللی

ډېر می وکړ د هجران په بلا صبر

هېڅ مې صبر سرور نه شه په دا جبر

که مې ولگېده سر دغم په قبر

و مې نه ژړل په حال دمهر ابر

نشته ماغوندې هېڅوک په بخت کږلی

دا کوم شرم دی کوم درم ديارۍ

دا پيوند دی بدنماتر وېزارۍ

چې مې يار په توده زمکه دخوارۍ

کښېني پاڅي خوار حيران له ناچارۍ

او زه ښوی ښېرازه گرځم سپين سپېڅلی

يا له يار سره ولاړ وی په رکاب کې

يا يې مړ وی د هجران په الو تاب کې

يا وی ډوب مدام د اوښو په سېلاب کې

حساب نه شوم د يوې چارې په باب کې

هسې پاتو شوم بې آبه مخ ناولی

تف زما په دا بې پته آشنايۍ شه

پف د برق و د برېښنا په روښنايۍ شه

لا مې حال تر دا بتر په جدايۍ شه

صد رحمت زما ديار په دانايۍ شه

چې يې خام وم په دا غم کې پېژندلی

چې په مينه کې کوتاه د چا قدم شي

مبتلا به لکه زه په درد و غم شي

په کلونو به جدا ځنې صنم شي

په جرگه به د رښتينو هسې گرم شي

چې به ما غوندې له شرمه گرځي غلی

که مې مينه په دروغ نه وي رښتيا وی

په اسيا کې د هجران تللی کسيا وی

که دانه وی لېونی سر په صحرا وی

چې هېڅ نه شوم که مې څه شرم وحيا وی

له دې شرمه چاته پورته مې کتلی

هېڅ می خوند نشته د سترگو غړولو

دي مې کاڼي په تندي د وړولو

هم مې پوست دی په وهل د لوړولو

يم لايق د هر عذاب، د کړولو

چې بې ياره کړم له خلقو کور وکلی

نورې چارې کړم همه ناتراشې لواړې

په مذهب د عاشقۍ ورانې ويجاړې

کله کله مې که اوښې په مخ لاړې

چې له غمه مې شي تويې په مخ لاړې

يو ديار دجدايۍ خواري نېستي شوه

بله خپله بې پتي بې همتي شوه

يو پلو د رقيبانو بدنيتي شوه

بل پلو دتور طالع بې شفقتي شوه

عشق په دا هومره بلا يم ازمېيلی

ربه مه گورې زما و بې پتۍ ته

ما ومه سپارې زما بې همتۍ ته

يار مې راولې د سترگو ووېستۍ ته

نور مې مه نيسې دهجر و نېستي ته

وسوم ډېر لکه کباب په اور نيولی

د اشنا په ښکلي مخ مې سترگې واکړې

په ناسور مې د هجران ، پورې دواکړې

تللی يار راسره وصل خوا په خوا کړې

زر په زر دا ناروا په ما روا کړې

که مې چرې له اخلاصه يې بللی

که هر څو يار ته نژدې د زړه په ياد يم

په صورت چې ځنې لېرې په هېواد يم

شپه او ورځ د خدای و داد ته په فرياد يم

په تش ياد مې تسلي نه شي ناښاد يم

که مې يار د سر په سترگو وليدلی

تور طالع برگشته بخت دعشق په کارکې

بد قسمت او بدشامت په دغه لار کې

نر ناحقه بدري خورم په سمه لار کې

نشته ما غوندې هېڅوک په هېڅ ديار کې

په څه شوم زبون ساعت يم زېږېدلې

له هغه چې پوهېدلی په ښه بد يم

رسېدلی دپنجاه وپنج تر حد يم

مبتلا دښکلي مخ په خال و خديم

که د صدق شل سنده ښيم رد يم

يوه ښکلي په راستۍ نه يم منلی

که مې يوځله آشنا له هنده راشي

په هوس ورته گلزار د غم صحرا شي

له هجرانه يې حاصله تبرا شي

فراغت د جدايۍ له چون چرا شي

نور "حميد" له اشنايۍ لاس وکښلی ـ