غزل

څلوريزې

Abdul Hamid Momand

کله به راشي په هند براته

کله به کښېنې ماته مخ راته

څو ته رادرومې پکې ډيوې ږدې

غم به کا خونه د "حميد" ميراته

د خدای د پاره د دوست په روی دې وه

د وفا دارو ښکلو په خوی دې وه

چې يو ځل راشه تر ما "حميد"ه

د رنځورانو په های و هوی دې وه