نظم
وصف د پنجاب د ملک چې وطن دشاهد دلستان و او بيان د تولد او تربيت د حسن دده
Abdul Hamid Momandد اسلا به که صلاح فکر سليم
چې پنجاب دی انتخاب د هفت اقليم
چې په خاورو يې قسم آب گوهر خوري
ددې هسې ملک اوبه به بختور خوري
گرد وباد يې دصحرا عطر فرسای دي
اسمانونه يې دځمکې خاک پای دي
چې نسيم يې په گل گشت پاڅي د دشت
عاقبت يې سپيني ښوی شي دگښت
ده د زړه کعبه بنا دده له خاورو
کا ظهور نور د معنا دده له خاورو
رنگ و بوی لري د گل غباردده
د ارم ارام بښي گلزار دده
هر گياه يې پيچو تاب لري د زلفو
تمامي د اب و آداب لري د زلفو
له اوبو يې دشراب اثر مونده شي
له شرابو يې خمار د کوثر مونده شي
په هوا يې د هوا هوی هوس
اواره کړ د هر چا د زړه جوس
هر ديار يې کا په ډېره چپړوسۍ
لورا لور د غره د سم قدرم بوسۍ
هر مرغه يې په سبزه هسې شان کښېني
لکه خضر په چشمه د حيوان کښېني
چې گلونه يې جلوه په خاورو وکه
د ياقوتو په اور ويلې کاندي ځمکه
چې يې باد باده د گلو وڅښي پاڅي
د بلبلو په نغمو په سرود ناڅي
هسې گل يې پيدا کېږي په چمن کې
چې شرمېږي ځنې لعل په يمن کې
چې ادنا حسن دده له فراش ويښ شي
دکشمير د گلو زړه پسې مېښ ميښ شي
چې ساړه اسويلي کا پسې له درده
د کابل په دا سبب ده هوا سرده
په بازار کې يې خوبان په هر هر لوري
په سرو شونډو له کوثره شکر پلوري
چې بتان بازار د حسن کاندي گرم
سنگدلان کا لکه موم په آتش نرم
چې يې حسن لکه نمر هسې لمعان شي
بريښ په سترگو کې د مصر د کنعان شي
په دا هسې حسن آباد ديار کې دله
ښه د زړه په غوږو واوره دا بدله
يو فقير و دمعنو په ملک امير
په بشر له شرکه پا ک کله ضمير
په لمن د قناعت کې پښې راښکلې
د غلفت له خوبه سترگې د زړه مښلې
نجابت يې خانه زاد و دگوهر
سيادت يې اعتماد و د اختر
يوه مياشت يې وه په عقد د نکاح کې
لکه حوره په رضا او په صلاح کې
چې بارش ابر بهار په خپل اطوار کړ
وصدف ته يې عطا دُر شهوار کړ
لاجلوه د دُر موقوفه وه په وخت
چې باد يو وړ د بهار د ابرو رخت
جلوه گر چې په موده هغه گوهر شو
بيا يې گرد د يتيمۍ نوی په سر شو
چې يې حسن په دعوه د خسن گواه و
د شاهد په نام نومړی خواه ناخواه و
ورځ په ورځ يې مخ د فقر له ايرو
لکه لعل صيقل اخست په ورو ورو
له تنگۍپرې د رزق هسې بد حال و
چې به مور گه د روټۍ ورته هلال و
اغوستن يې آيينه غوندې نمد و
په خوارۍ کې يې د حسن برامد و
هسې گل يې په خزان کې راووړ ښاخ
چې بهار له شرمه گوتې کړې په غاښ
لکه نمر هسې چې مخ په طلوع راغی
دجهان د پرېشانۍ په شروع راغی
لسم کال هسې اوبه ورکړې مشهورې
چې يې وواهه چورنگ د حسن تورې
د ښايست شهرت يې لاړ ښهر په ښهر
د دوهۍ په څېر يې وسو تمام دهر
چې يې سروه د قامت په اقامت شوه
په جهان کې غوغا گډه دقيامتت شوه
په مذکور دده د حسن هره ژبه
د کوه طور د ونې پاڼه وه صاحبه
هر خاطر يې د آرزو له شواخونه
لاندې باندې شنه تړانگه شوه پُر خونه
چې شهره يې په هر ښهر خوشرنگې شوه
ور دو څاره په دا رنگه نيرنگي شوه
يوه ورځ له يوه لوري شوه ورپېښه
طايفه د بگتياوو بد اندېښه
چې يې وليد لکه لعل په ايرو کې
نور يې مور ته شوو نژدې په مسخرو کې
څه يې زر، څه يې هنر کړ مستمند
د هغه شېر هم شکار آهو کمند
له هغه ځايه يې جوت وخپل اتاق ته
منتظر د نصيبۍ وجفت وطاق ته
د خپل علم په تعليم يې تربيت کړ
د عصمت رگ يې په راگ دمعصيت کړ
ساز و باز ،نرم اواز يې ورته وښو
د قدم ناز و نياز يې ورته وښو
چې استاد د هغه گروه په هر هنر شو
له صدفه لکه دُر په ښهر دَر شو
ښهر څه چې ارام گاه و د عشاقو
هر بازار يې تود په آه و د مشتاقو
د راتلو غږ يې چراغ د هر مجلس شو
په هوا يې د تقوی غني مفلس شو
هوا خواه يې په سرود د اورېدو
مکرر چندڼ کړ پورې د ليدو
راشه راکړه هغه می، ساقي مهوشه
چې يې تل راته توندي ستايي بې غشه
اواره تشې قصې داورېدو کړه
خام خمار داورېدو پوخ په ليدو کړه