غزل

آفرين د عاشقانو په همت

Rahman Baba

آفرين د عاشقانو په همت

چې په عشق کې يک انداز وي يک جهت

نه يې هېچرې تغير نه يې تبديل وي

که تمام جهان پرې وايي ملامت

که څوک سل نصيحتونه ورته کاندي

غوږ يې نه وي د هېچا په نصيحت

چې په يار پسې تر ځان تر جهان تېر شي

څوک کولی شي دا هسې مشقت

که تمام عمر يې يار په سترگو ناست وي

تمام عمر ورښکارېږي يو ساعت

که يو دم شي هغه يار ور څخه لرې

هغه دم شي ورته عمر د قيامت

که دوزخ لره د يار په مينه درومي

دوزخ هم ورته جلوه کا دجنت

د عشق لار د توکل په پښو غوڅېږي

نه په پښو د رياضت وديانت

په تدبير او په تالاش کله مونده شي

چې موقوف وي هغه کار په عنايت

د عاشق خاطر له غيرو پاکيزه وي

د درياب په مخ کې نه وي نجاست

حق حرمت د هغه يار په ما لازم دی

نه په يار باندې زما حق و حرمت

خدای چې زړه د مطلوب کاڼی کړه رحمانه

کاڼی پرېوت د طالب په عمارت