غزل

ګوره هسې کردګار دی رب زما

Rahman Baba

ګوره هسې کردګار دی رب زما

چې صاحب د کل اختیار دی رب زما

همګي بزرګواران چې څوک یې وایي

تر همه وو بزرګوار دی رب زما

نه یې هیڅ حاجت په چا باندې موقوف دی

نه د هیچا منت بار دی رب زما

خواننده د نانویسو صحیفو دی

داننده د هر اسرار دی رب زما

هسې نه چې واحدي یې ده له عجزه

په واحد وجود بسیار دی رب زما

څه حاجت دی چې یې بله خوا ته غواړم

په خپل کور کې همکنار دی رب زما

هیڅ تغییر و تبدیل نه لري رحمانه

تل تر تله برقرار دی رب زما