غزل

زه داهسې دیوانه او مجنون چا کړم

Rahman Baba

زه داهسې دیوانه او مجنون چا کړم

له رواجه له رسومه بیرون چا کړم

نه پوهیږم چې دا چارې په ما څوک کا

لیونی د خپل نګاه په افسون چا کړم

کومې سترګې کوم باڼه کومه غمزه ده

ډوب شهید غوندې په خاک و په خون چا کړم

توان توفیق خو د فتنو را څخه نه و

په فتنو د تورو سترګو مفتون چا کړم

رحمان هېڅ له خپله ځانه خبر نه یم

چې دا هسې رنګ زبون او محزون چا کړم