غزل هیڅ ثابته نه کړه چا د دې دنیا وفا Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 هیڅ ثابته نه کړه چا د دې دنیا وفا واړه مینې کاندي بېهوده په دا دنیا 02 هر څوک چې دعوې په دا دنیا کا د خپلوۍ واړه باطل وایي، دنیا نه ده د هیچا 03 دا فلک کلال دی، سازول او ماتول کا ډېر یې ما و تا غوندې پیدا کړه فنا 04 هر سنګ و کلوخ چې څرګندېږي د دې دهر واړه ککرۍ دي، څوک د شاه څوک د ګدا 05 دام دې هیڅوک نه ږدي د دنیا و رهګذر ته ښکار به وکړی نه شي د سیمرغ او د عنقا 06 هر څوک چې له دې فاني نفس وابستګي کا نه به شي تړلی په ځنځیر سره هوا 07 ماه دی که آفتاب دی، عاقبت واړه خراب دي ګل که همېشه وي، هسې نه تر ابدا 08 مه درومه رحمانه، په خلاف د دانایانو مینه د دنیا پسندلې نه ده هیڅ دانا Dictionary meaning × Headword