نظم

ابتکار

Gul Pacha Ulfat

فراخۍ کښې خوشحالي مبتذل کار دی

په تنگسه کښې چې وي خوښ دا ابتکار دی

ناوې خوښه په ډولۍ کښې ده هر گوره

رقاصې لره پراخ ميدان په کاردی

يو چپن کښې بل په کوټ پتلون کښې خوښ وي

ځوان د پېغلې زوړ د کونډې خريدار دی

ديارغېږ کښې که وي هرڅو فشارونه

په همداسی مضيقه کښې خوښ دلدار دی

کوټنۍ کښې زاهد خوښ په رياضت دی

عيش عشرت څخه بېزاره پرهېز گاردي

مجاهد د حق د لارې هر څوک وي

د خليل په شانی خوښ په سره انگار دي

د کوگل په تنگ قفس کښې زړونه خوښ دي

چې لاس تنگ شي نو د گېډې عمر خوار دي

گېډوخوښ وي د کندو خولې ته چې گوري

مين گوره ! خوښ په تنگه خوله د يار دي