نظم
افسانه
Abdul Bari Jahaniيوه ورځ به زما او ستا د ميني کيسې
لکه خزانه را رژولي پاڼي
لکه زيارت کي لګېدلي سوځېدلي شمعي
لکه ماشومي هېري سوي سلګۍ
د خلکو هېري وي او وړي به وي
د زمانې توندو وحشي بادونو
د دغه سيند پر غاړه
د دغي ګاري تر څنګ
چي همېشه د يوه پل په غېږ کي
د زمانې له بدو سترګو ليري
کله کيسې، کله ګيلې، کله قولونه کوو
نوري به زموږ د پلونو نخښي نه وي
پېړۍ به تېري وي
او بيا به دلته
د همدې ګاري تر څنګ
د بلي ميني افسانه جوړېږي
او بيا به ستا په شاني ښکلې نازولې نجلۍ
د چا په غېږه کي خوره وره وي
قسمت به هم لکه چلبازه جادوګره بوډۍ
د هر غروب سره وعدې د سباوون ورکوي
د سيند پر غاړه به د ګاري تر څنګ
ځي راځي
خو د نسيم سره به
ملګري نه وي زما او ستا زمزمې