غزل افسوس افسوس دی په دعا کې چې اثر رانغی Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 افسوس افسوس دی په دعا کې چې اثر رانغی بې نوره سترگو له زما د عشق نظر رانغی 02 زما هستي په التفات يې رشک طور نه شوه زما د يار د تبسم برق و شرر رانغی 03 په فال زما چې اختر نحس شو اختر چرته دی فلک د تن مې په گردش دی پرې اختر رانغی 04 رونق دگل د مخه ځي ورته بلبل کړي ژړا مړاوی به نه شي ډک د شبنم باد سحر رانغی 05 ما خو ويل د يار وصال به مسيحا شي زما هجران وهلی مې تپوس له د پرهر رانغی 06 بری به يونسې په يوکار کې هم پوه شه حمزه که دې په خوله د بېنوا اسم اطهر رانغی Dictionary meaning × Headword