غزل افسوس افسوس دی په دعا کې چې اثر رانغی امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 افسوس افسوس دی په دعا کې چې اثر رانغی بې نوره سترگو له زما د عشق نظر رانغی 02 زما هستي په التفات يې رشک طور نه شوه زما د يار د تبسم برق و شرر رانغی 03 په فال زما چې اختر نحس شو اختر چرته دی فلک د تن مې په گردش دی پرې اختر رانغی 04 رونق دگل د مخه ځي ورته بلبل کړي ژړا مړاوی به نه شي ډک د شبنم باد سحر رانغی 05 ما خو ويل د يار وصال به مسيحا شي زما هجران وهلی مې تپوس له د پرهر رانغی 06 بری به يونسې په يوکار کې هم پوه شه حمزه که دې په خوله د بېنوا اسم اطهر رانغی د قاموس مانا × اصلي کلمه