نظم
هغه شاعر مړ دئ
Abdul Bari Jahaniد بوډۍ ټال ته دي يو رنګ ور خېژولاى نه سي
ستا په تابلو كي يې بې رنګه جادو نه چلېږى
اوس يې ګونګۍ ده تر قيامته د زخمونو ژبه
د فريادونو له پايكوبه يې څوك نه بېرېږي
هغه شاعر په زكندن كي اوښكي وګنډلې
ته يې د مينى د خالق پر لمن وسپارلې
د حال په ژبه يې څو ځله دا پوښتنه وكړه
څنګه يې توري ورځي خپل پر ازل ومنلې؟