نظم
هغه شاعر مړ دئ
عبدالباري جهانيد بوډۍ ټال ته دي يو رنګ ور خېژولاى نه سي
ستا په تابلو كي يې بې رنګه جادو نه چلېږى
اوس يې ګونګۍ ده تر قيامته د زخمونو ژبه
د فريادونو له پايكوبه يې څوك نه بېرېږي
هغه شاعر په زكندن كي اوښكي وګنډلې
ته يې د مينى د خالق پر لمن وسپارلې
د حال په ژبه يې څو ځله دا پوښتنه وكړه
څنګه يې توري ورځي خپل پر ازل ومنلې؟