غزل ای درېغه غم د عشق چې انتها ته رسېدی Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ای درېغه غم د عشق چې انتها ته رسېدی حاصل به وي د غم چې ابتدا ته رسېدی 02 راستون د پل نشان چې نه شم، ږدم چې هر قدم ارمان چې همرهان مې مدعا ته رسېدی 03 الفت که وي د تار غوندې د دوو زړونو تر مېنځ اشنا به بې اختياره خپل اشنا ته رسېدی 04 څو څو ځله مې ورانه بړبوکۍ شوه د هستۍ څه سوال د ودانۍ و که صحرا ته رسېدی 05 الفت خو جدا څيز دی ای سېلابه د جذبې دا شور دې مبارک و که دريا ته رسېدی 06 زړگی مې يو اعجاز شو د ژوندون له تعلۍ وی مرگ به يې همدم که مسيحا ته رسېدی 07 حمزه محسوس وجود دی او معقول يې خلق دی عارف به وم نظر که تماشا ته رسېدی Dictionary meaning × Headword