غزل
ای درېغه غم د عشق چې انتها ته رسېدی
امیر حمزه شینواریای درېغه غم د عشق چې انتها ته رسېدی
حاصل به وي د غم چې ابتدا ته رسېدی
راستون د پل نشان چې نه شم، ږدم چې هر قدم
ارمان چې همرهان مې مدعا ته رسېدی
الفت که وي د تار غوندې د دوو زړونو تر مېنځ
اشنا به بې اختياره خپل اشنا ته رسېدی
څو څو ځله مې ورانه بړبوکۍ شوه د هستۍ
څه سوال د ودانۍ و که صحرا ته رسېدی
الفت خو جدا څيز دی ای سېلابه د جذبې
دا شور دې مبارک و که دريا ته رسېدی
زړگی مې يو اعجاز شو د ژوندون له تعلۍ
وی مرگ به يې همدم که مسيحا ته رسېدی
حمزه محسوس وجود دی او معقول يې خلق دی
عارف به وم نظر که تماشا ته رسېدی