غزل ای عشقه دا به ته يې چې په ما دې نظر پرېوت Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ای عشقه دا به ته يې چې په ما دې نظر پرېوت ناڅاپه په تگ تگ مې شهسوار د هنر پرېوت 02 شايد ورته پېغور د بې لوزۍ مې نظر وکړو دا ستا زما په پښو چې شرمېدلی نظر پرېوت 03 گرېوان زما د شوق يې چې پاره وليدله شوقه د غم په شبستان مې ترمې ترمې سحر پرېوت 04 برېښنا ستا د خندا مې ارمانونه سره وېشي هر څو زما نظر که د لېمو نه بهر پرېوت 05 دا څنگه بې خبر شومه که څوک مې لږ خبر کړي دا څه دي؟ دا د چا زما په غوږ کې خبر پرېوت 06 زړگی مې د اشنا د خمارو سترگو نه سوال کا صهبا د وينو ما ورکړه او کيف په ځيگر پرېوت 07 اشنا خو په سحر کې وي تل تل پرېشانې زلفې حمزه! وايه په زړه کې دې نن ولې خطر پرېوت Dictionary meaning × Headword