غزل ای عشقه دا به ته يې چې په ما دې نظر پرېوت امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ای عشقه دا به ته يې چې په ما دې نظر پرېوت ناڅاپه په تگ تگ مې شهسوار د هنر پرېوت 02 شايد ورته پېغور د بې لوزۍ مې نظر وکړو دا ستا زما په پښو چې شرمېدلی نظر پرېوت 03 گرېوان زما د شوق يې چې پاره وليدله شوقه د غم په شبستان مې ترمې ترمې سحر پرېوت 04 برېښنا ستا د خندا مې ارمانونه سره وېشي هر څو زما نظر که د لېمو نه بهر پرېوت 05 دا څنگه بې خبر شومه که څوک مې لږ خبر کړي دا څه دي؟ دا د چا زما په غوږ کې خبر پرېوت 06 زړگی مې د اشنا د خمارو سترگو نه سوال کا صهبا د وينو ما ورکړه او کيف په ځيگر پرېوت 07 اشنا خو په سحر کې وي تل تل پرېشانې زلفې حمزه! وايه په زړه کې دې نن ولې خطر پرېوت د قاموس مانا × اصلي کلمه