غزل
اخر خزان به دې بهار شي ياره زما
Khatir Afridiتېر به د ستا د حسن وار شي ياره زما
اخر خزان به دې بهار شي ياره زما
چې نه را درومې اشنا نو وعدې څله کوې
هغه پرون دې څه وې نن چې بيا بله کوې
زما يقين ستا په اقرار شي ياره زما
اخر خزان به دې بهار شي ياره زما
سترګې مې بې له تا نه د چا په لور نه ګوري
د ستا له مخه ځينې مخونه نور نه ګوري
مړې به کله په ديدار شي ياره زما
اخر خزان به دې بهار شي ياره زما
زه د بل چا د مينې اشنا څه طمه نه کړم
زه به له نورو سره ستا مينه سمه نه کړم
په ما خاطر دې که اعتبار شي ياره زما
اخر خزان به دې بهار شي ياره زما