غزل خواږه ترخه شو او د ښو هسې نامه پاتې ده Khatir Afridi Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خواږه ترخه شو او د ښو هسې نامه پاتې ده د بدو شپې دي او د ښو هسې نامه پاتې ده 02 ته رانه هېر يې خدايه هر څه په دولت کومه د دوعاګانو او ښېرو هسې نامه پاتې ده 03 په سترګو ژاړو او په زړه کې سره خاندو اشنا مکړه ګيلې د زهېرېدو هسې نامه پاتې ده 04 د ډېرې مينې نه چې زه او ته پرې نه پوهيږو د هغو ورځو او د شپو هسې نامه پاتې ده 05 چې په پلؤ کې يې په زړونو باندې اور ، لګوو دا ستا د هغو آننګو هسې نامه پاتې ده 06 سبا به وايې نن د خدای په خاطر راشه لږه په ما خاطر کې د ژوندو هسې نامه پاتې ده Dictionary meaning × Headword