غزل
چې اشنا يې ستمګر شي نو به څه کا
Khatir Afridiچې اشنا يې ستمګر شي نو به څه کا
چې زخمي څوک په ځيګر شي نو به څه کا
انتظار چې د وصال په کومه شپه کړي
د بېلتون چې پرې سحر شي نو به څه کا
چې يې عمر ټول تېر کړی په پالنګ وي
ښه چې ځمکه يې بستر شي نو به څه کا
که ديدن د يار موندی په ډېر هنر شي
چې غماز د چا رهبر شي نو به څه کا
درد و غم چې يې ليدلی چرته نه وي
چې د غم سره يې سر شي نو به څه کا
که د هجر د نيزان نه امان غواړي
چې نصيب يې د سقر شي نو به څه کا
زه “خاطر” خو همېشه دغسې وايم
چې اشنا يې مرور شي نو به څه کا