غزل

باغ د مينې دې د خيال په کښې غنچې کړم

Khatir Afridi

باغ د مينې دې د خيال په کښې غنچې کړم

ستا د مخ په تصور کښې تماشې کړم

بل به نه وي ياره ستا غوندې کښې حسن

څه له اور د خپله لاسه در پسې کړم

ستا د مخ کتاب د زړه په سترګو ګورم

په ځان تېرې ښې او بدې راخورې کړم

زه خاطر خو ياره ستا د مخ کتاب ته

بې له تا نه په خېبر کښې ورځې شپې کړم