غزل عالم کې د عدم مې شو مضطر شباب بيا Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 عالم کې د عدم مې شو مضطر شباب بيا شايد د مخ نه دور کړو دلبر نقاب بيا 02 هم درد و هم دوا ده ژړا ما لره د عشق باران فنا کړي هم ترې شي پيدا د حباب بيا 03 واپس نه ځي چې راشي چرې قاصدان د غم اوس دا مې دی خيال نه لېږم جواب بيا 04 صابر خو عشق دی ولې گويا يې حسن کړی زخمک خموش سر کړي په نغمو رباب بيا 05 نن چشم سرمه گين ته راځي عقاب بيا مينا کې خپل خمار کړو نشه شراب بيا 06 وحشت مې شوخروش کې موسکی چې يار شو اوس بېخودي د عشق ده مخکې سراب بيا 07 حمزه جنون د عشق شو داعي تيار شه اوس لار کړه اختيار د صحرا شتاب بيا Dictionary meaning × Headword