غزل عالم کې د عدم مې شو مضطر شباب بيا امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 عالم کې د عدم مې شو مضطر شباب بيا شايد د مخ نه دور کړو دلبر نقاب بيا 02 هم درد و هم دوا ده ژړا ما لره د عشق باران فنا کړي هم ترې شي پيدا د حباب بيا 03 واپس نه ځي چې راشي چرې قاصدان د غم اوس دا مې دی خيال نه لېږم جواب بيا 04 صابر خو عشق دی ولې گويا يې حسن کړی زخمک خموش سر کړي په نغمو رباب بيا 05 نن چشم سرمه گين ته راځي عقاب بيا مينا کې خپل خمار کړو نشه شراب بيا 06 وحشت مې شوخروش کې موسکی چې يار شو اوس بېخودي د عشق ده مخکې سراب بيا 07 حمزه جنون د عشق شو داعي تيار شه اوس لار کړه اختيار د صحرا شتاب بيا د قاموس مانا × اصلي کلمه