غزل

عالمان دي روښنايي ددې دنيا

Rahman Baba

عالمان دي روښنايي ددې دنيا

عالمان دي د تمام جهان پېشوا

که څوک لار غواړي و خدای هم و رسول ته

عالمان دي ددې لارې رهنما

کېميا گر که د کېميا په طلب گرځي

همدمي د عالمانو ده کېميا

په مجلس د عالمانو ده کېميا

په مجلس د عالمانو په سره زر شي

که څوک کاڼی وي که لوټه د صحرا

جاهلان دي په مثال د مسيحا

چې مُرده يې له نفسه ژوندی کېږي

عالمان دي واړه هسې اوليا

هر سړی چې رتبه نه لري د علم

سړی نه دی خالي نقش دی گويا

زه رحمان حلقه بگوش د هر عالم يم

که عالي دی که اوسط دی که ادنی