شعر

اننګي يې دومره سره په څه سبب دي؟

Pir Mohammad Karwan

عجيبه دهجنتونه په غضب دي

ښکلي مخ ته خامخا سترګې وراوړي

بوراګان خو د ګلونو په مذهب دي

د ريا زاهدان سپي د دوزخونو

شاعران خو شاګردان د ښکلي رب دي

وې يې سترګې مې درياب دی درومه وړي دې

ما وې نه ځم عادتونه مې دکب دي

ستا باڼه مې د زړه جېب کې وهي ګوتې

لکهشوخ ماشومان څومره بې ادب دي

پېښور، سرطان ١٣٧١