نظم

انسان

Gul Pacha Ulfat

زه جسم نه يمه روح ددې جهان وگڼه

ټيټ مې مه بوله بام دخونې مې آسمان وگڼه

دخاورو گټو په تخت ناستم يم په هوا کښې گرځم

ټول حيوانات مې دي تابع ما سليمان وگڼه

تياره کښې نه يم په اسمان کښې مې ډيوه بلېږي

د آسمان واړه ملايک مې شاگردان وگڼه

دا ټول نقشونه دجهان او مختلف رنگونه

زما په ذوق اوارادې پسې روان وگڼه

په کايناتو باندې زه هر قسم لوبې کوم

بحروفضا مې ديوې منډې ميدان وگڼه

شکايت نکړم له آسمانه څه گيله نلرم

زما له لاسه د فلک څيری گرېوان وگڼه

سره له دومره اقتداره چې قدرت راکړی

په نری تار کښې مې د زلفو آويزان وگڼه

د ښکلو مينه مې په عقل و فکر لوبې کوي

چې ستا وربل شي پرېشان ما پرېشان وگڼه

د عشق پنجونه نه خلاصېږم د لښکر و په زور

د اياز مينه کښې اسير شهنشاهان وگڼه

د ليلی يو اشارت بس دی د عاقل د پاره

دعشق سودا کښې لېوني ډېره هوښياران وگڼه

د عشق او مينې په حرم کښې زه لوی شوی يمه

څوک چې بې مينې ژوند کوي هغه حيوان وگڼه

چې دجمال ډيوه شوه بله پتنگان شوه پيدا

لومړی پتنگ ددغې شمع ته انسان وگڼه