شعر

انسانان چې هره ژبه وایي جار یې

Pir Mohammad Karwan

په پښتو ژبه مې ټولو ته سلام دی

چې نغمې مې د بلبلې پښتو اوري

ګلابونو او غاټولو ته سلام دی

په څپه، سېلاب په خج وایي راګونه

مرغَکیو سندربولو ته سلام دی

د پښتون اتڼچي څڼې یې تمثیل کړې

په شمال رپاندو شولو ته سلام دی

د کاروان په شعر یې خولې خوږې خوږې شه

وړو، لویو او همځولو ته سلام دی

۹ جوزا ۱۳۹۸ هجري شمسي