غزل
عقله چې څو دې سلسلې پاتې دي
Hamza Shinwariعقله چې څو دې سلسلې پاتې دي
هومره زنځير او زولنې پاتې دي
ستا التفات چې ورته ست ونه کړ
چرته دي اوښکې پښتنې پاتې دي؟
لېمه مې ټيټ خو مضطرب غوندې دي
لا د ديدن مې حوصلې پاتې دي
ډکې مې سترگې شوې لا غريب پاتې دی
پس له بارانه زلزلې پاتې دي
حمزه اشنا به خامخا راشي
نوې سپوږمۍ ته خو لا شپې پاتې دي