غزل

هر چې وویني په سترګو روی د ستا

Rahman Baba

هر چې وویني په سترګو روی د ستا

مخ یې کوږ وي همېشه په سوی د ستا

بې دماغه به تر سر و ماله تېر شي

چې یې تېر شي تر دماغه بوی د ستا

که لويي کړې څه بې ځایه خو یې نه کړې

چې په دا رنګه قامت دی لوی د ستا

نور بهار شو عالم سیر د بوستان کا

خدای و ما و ته بوستان کړ کوی د ستا

د عیسی له دمه دم وهلای نه شم

چې خوله بېرته شي په ګفتګوی د ستا

هم په دا مې له چشمانو نو بهېږي

چې یادېږي مې قامت دلجوی د ستا

همېشه یې زړه په اور باندې سپند وي

و هغه ته چې څرګند شي خوی د ستا

د لړم لاشه یې ماته وي په زړه کې

چې یې نقش وي په زړه ابروی د ستا

و زنځیرو ته یې څه لره راکاږې

لېونیو لره بس وي موی د ستا

و ګړنګ و ته پخپله ځان پرې باسي

چې و زړه و ته پرې باسي روی د ستا

ګل لمبه شو د بلبل په آه رحمانه!

نه ګروهېږي یار په های و هوی د ستا