نظم
ارغوان
Abdul Bari Jahaniچي ارغوان ته ګورم
په هره پاڼه كي يې ځان وينمه
كله مي ځان كله جانان وينمه
غونچه غونچه وينم ګړېږي راته
ښاخله ښاخله ګورم نڅېږي راته
د ارغوان د سرو ګلونو سره مينه لرم
د ارغوان په سرو ګلونو كي مى وينه لرم
زه پر سره ګل د ارغوان مين يم
ما يې د سرو پاڼو تر سيوري لاندي
د سرو شرابو له جامونو سره
له ډكو ډكو ګيلاسونو سره
نيم له يارانو نيم له خپلو غزلونو سره
پر محتسب او پر زاهد خندلي
وچي رېښې مي د تقوا سوځلي
شونډي مي غبرګي د توبې ګنډلي
هيلي مي ټولي د كوثر وژلي
اوس مي شېبه شېبه يادېږي راته
اوس د ځوانيو شپې ژړېږي راته