غزل
ارو د جداييه په رحمان دی لگيدلی
Rahman Babaارو د جداييه په رحمان دی لگيدلی
وخت دی که مدد کړې يا ميران محي الدينه
يادوي په خوله مکه او مدينه
نسکور پروت يې دعورتي په سينه
زوړند سر لکه غونچه مراقبه کړې
پټ دې نقش د زړه رخت دی رنگينه
د اطلسو قبا غواړې نه يې مومې
له ناکامه دې خرقه کړه پشمينه
عبادت دې څو تېری تر معصيت کړ
څه خو ونيسه وځان ته آيينه
کينه بده ده بېشکه جنگ حرام دی
نه له نفس و له شيطان سره کينه
د مردانو کار له نفسه سره جنگ وي
نه زنان غوندې له نقش و نگينه
تر ناپاکو نارينه وو ده بهتره
پاکدامنه پرهېزگاره ارتينه
د ديندارې ارتينې تر يوې کوښې
صدقه شه سل بې دينه نارينه
نېکو کار سړی بهتر دی که خورد سال وي
تر سپين ږيريه بد کرداره دېرينه
بدکردار که صد ساله وي و رحمان ته
څرگندېږي لکه طفل شبينه