غزل
اشنا دغم چپې چې وې اوس تېرې غوندې دي
Hamza Shinwariاشنا دغم چپې چې وې اوس تېرې غوندې دي
وعدې خوږې خوږې دې له ما هېرې غوندې دي
لا ډېر شراب مې څښل چې به توبې کړې ډېرې ما
اوس کم شو خو توبې مې هسې ډېرې غوندې دي
نن هم مې زړه ډاډه کړ ستا په بيا چې رانه تلې
سلگی مې په دې دام کې راگېرې غوندې دي
راتگ دې وناڅاپه خفه کېږه مه اشنا
دا اوښکې به کړم توی چې رابرسېرې غوندې دي
دا ټولې بلاگانې ستا د زلفو، د لېمو
قربان چې له حمزه نه راچاپېرې غوندې دي