غزل
اشنا که تا ته په کتو پوه شوم
Khatir Afridiاشنا که تا ته په کتو پوه شوم
نو بس په ټولو تماشو پوه شوم
بس خو معلومه شوه چې نه رادرومې
ستا د دروغو په وعدو پوه شوم
يا د ساقي د ميئو خوند نشته دې
يا زه ايله اوس په نشو پوه شوم
سوی به هم د خاطر زړه وي داسې
زه دې د مخ په سرو لمبو پوه شوم