غزل اشنا زه ثناگر يمه انعام ته څه حاجت و Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 اشنا زه ثناگر يمه انعام ته څه حاجت و؟ بې دامه دې بنده يمه دشنام ته څه حاجت و؟ 02 دا زلفې دې تېرې د مخ د شمعې پرې فروغ دی اوس پوهه شوم د کفر، چې اسلام ته څه حاجت و 03 هوښيار يم که خراب، خو محتسب دې د کار نه يم ساقي چې يو دې راکړو دويم جام ته څه حاجت و 04 اوس ماته د مېلمه په سترگو گورې زه پوهېږم دا بس وه چې طلب دې کړم اکرام ته څه حاجت و 05 دا کم و چې د يار د پاره تلم د رقيب کور ته کړو ور يې راته پورې انتقام ته څه حاجت و 06 تمهيد دې آيينه د مدعا ده په محفل کې حيران يم د تقرير دې اختتام ته څه حاجت و 07 حمزه زلفې دې څه کولې خپل نظر دې بس و کافي درلره خپل و، دويم دام ته څه حاجت و Dictionary meaning × Headword