غزل

اشنا زه ثناگر يمه انعام ته څه حاجت و

امیر حمزه شینواری

اشنا زه ثناگر يمه انعام ته څه حاجت و؟

بې دامه دې بنده يمه دشنام ته څه حاجت و؟

دا زلفې دې تېرې د مخ د شمعې پرې فروغ دی

اوس پوهه شوم د کفر، چې اسلام ته څه حاجت و

هوښيار يم که خراب، خو محتسب دې د کار نه يم

ساقي چې يو دې راکړو دويم جام ته څه حاجت و

اوس ماته د مېلمه په سترگو گورې زه پوهېږم

دا بس وه چې طلب دې کړم اکرام ته څه حاجت و

دا کم و چې د يار د پاره تلم د رقيب کور ته

کړو ور يې راته پورې انتقام ته څه حاجت و

تمهيد دې آيينه د مدعا ده په محفل کې

حيران يم د تقرير دې اختتام ته څه حاجت و

حمزه زلفې دې څه کولې خپل نظر دې بس و

کافي درلره خپل و، دويم دام ته څه حاجت و