غزل
اشنايي توره بلا ده اشنا مه شې
Rahman Babaاشنايي توره بلا ده اشنا مه شې
جدايي به دې فنا کا فنا مه شې
دغه دغم به دې د زړه ولې کا غوڅې
گرفتار په درد و غم د جانا مه شې
په زېړ رنگ به دې تل سرې اوښکې بهېږي
د دو رنگو په څېر گل د رعنا مه شې
هم په دا چې دروغجن د خدای دښمن دی
و هېچا ته دروغجن په وينا مه شې
خپل څربښت د هر څاروي په ځان قصاب دی
توانايي د تن تاوان دی توانا مه شې
که اعلی مرتبه غواړې عاشقي ده
نور همه واړه ادنی دي ادنی مه شې
همېشه به سر نگون په فکر ناست يې
د رحمان په څېر مشغول په ثنا مه شې