غزل عاشقان دې په اور سوي دي که نه دي Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 عاشقان دې په اور سوي دي که نه دي ستا دعشق په اور او لوي دي که نه دي 02 زحمتونه د هجران واړه په عشقکې تا و ما وته ښوولي دي که نه دي 03 په دنيا کې خو يو سر و مال وييل شي دواړه ما په تا پاسلوي دي که نه دي 04 تل د وروځو په لينده د بڼو غشي تا په ما باندې راکښوي دي که نه دي 05 چې مدام يې زما زړه له غمه چوي تورې زلفې دې پېچوي دي که نه دي 06 راشه وگوره احوال د عاشقانو مړه د عشق په شري کوي دي که نه دي 07 ناصحان چې نصيحت وماته وايي چرې دوی هم مين شوي دي که نه دي 08 ښايسته که په ښايست کې ملايک وي په وکښو د زړونو روي دي که نه دي 09 بلبلان پسې نارې وهي رحمانه! د بهار گلونه نوي دي که نه دي Dictionary meaning × Headword