غزل عاشقيه مې په زړه وکړ اثر بيا Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 عاشقيه مې په زړه وکړ اثر بيا بېلتانه مې لمبې بلې کړې په سر بيا 02 که دفتر د خپل قسمت مې په خپل لاس وی ما به ستا له غمه وران کړه دا دفتر بيا 03 ما لا نوم داشنايۍ اخيستی نه و جداييه راته جمع کړ لښکر بيا 04 پس له مرگه به يې بيا له تا قربان کړم که صورت مې خدای پيدا کړ په محشر بيا 05 د هجران محنت مې واړه له زړه هېر شه چې مې وليده په سترگو ستا بشر بيا 06 چې اسمان يې مخ پټ کړی په سحاب و خدای و ما وته ښکار کړ هغه نمر بيا 07 چې رقيب راته تړلی له زنځير و خپل حبيب راباندې پرانست هغه در بيا 08 په يوه نظر يې زړه راڅخه يووړ خدای دې خير کا چې لا بل وکړي نظر بيا 09 په وصال يې منت بار اوسه رحمانه په صدف کې دخل نه وي دگوهر بيا Dictionary meaning × Headword