نظم
استول د شاهد دبوډۍ مکارې و هغې جنۍ ته او وتل د هغې د پلار له کوره په شاهد پسې
Abdul Hamid Momandپه دا رنگ راته بلبل د انجمن
ستايل گل و يا سمن ددې چمن
چې شاهد د هر شاهد د سترگو خار
لکه گل په مخ نگار په زړه انگار
يو څو ورځې په صحبت کې د عزيز
وساته په زړه کې پټ مات شوی خريز
وله نوې ناچارۍ د گل په شان
خواه ناخواه په زړه پرېشان په خوله خندان
که ظاهر به وله خلقه سره ناست
پټ پنهم به يې په يار پسې زړه ځغاست
په ظاهر به د نوروز د صبح نمر و
په باطن لکه عاصي باندې محشر و
په ظاهر يې له مجلسه راز و باز غوښت
په باطن به يې د خپلې چارې ساز غوښت
چې يې غوښته بيا يې مونده هسې زاله
مکرجنه حيله گره کهن ساله
له هلکه پدر کشه مادر زنه
په ډېر مکر اښ وباسه له روزنه
دم په دم د مکارۍ په تخم کاشت
راختلې د فتنو په فلک مياشت
په رښتيا وو يې تېری کاوه دروغو
په افسون به يې کړ خوښ جنون د روغو
وه په موټې کې ددې بې نمازي
په زرگونو کار سازي دغه بازي
چې به تېره په مجلس کې تر ناموس شوه
په يوه شپه به د څو شمعو فانوس شوه
په ځوانۍ کې پخپل سر وه برده باره
په پيرۍ کې وه و نورو ته تياره
په يوه دم کې خندا نه هم نالانه
په سل شانه د بدکارو کار چالانه
د ځوانۍ په وخت عاشقه عاشق بازه
په پيرۍ کې مکرجنه حيله سازه
هسې شان وه په سر سپينه په زړه توره
چې شيطان به وېرېده ددې له توره
له جمله بلا وو تېره بوډۍ دا وه
له او ژرندو وتلې سپږۍ دا وه
سم له لاسه به يې ور کړې په مزاح
د وگړو خوېندي لوڼې په نکاح
بې د پلار و مور پوښتنې مکرجنې
ورکولې لونډانو لره جنې
خو په خوله ورته ويل شي چې بوډۍ وه
گڼه عين د قيامت بده بونډۍ وه
چې شاهد هغه مکاره پخته کاره
د خپل کار د پاره بيامونده وزگاره
په دا رنگ يې خپل مشکل ورته په لب کړ
دوباره يې کشايش ځنې طلب کړ
چې انا! په فلاني کلي کې مقامه
يوه جن ده گل اندامه و فا نامه
د خپل دور د خوبانو سره دفتره
په ښايست حورو پرې بلکې بهتره
له عالمه رمېده و ماته رامه
پسې وو تم د صبر له احرامه
په پرده کې د صبا په هزار درم
لرې ما سره صحبت د مينې گرم
هم يې کړې څو وعدې له ما سره دي
پکې کوټ دخلاف نه کړم چې کره دي
ورشه وې گوره ته په خپلې سترگې
ساز و باز راز و انداز د هغې بزرگې
که دې وليده په گړۍ دوې سره راسه
هم هغه شپه يې له کوره راوباسه
لکه گنج هسې يې کښېنوه مستوره
په پټ ځای کې د غمازو له فتوره
دغه پسه ما خبر کړه مددگارې
چې مې ولگېږي سترگې په نگارۍ
له تا دا هومره مدد غواړم نور بس
که مې وکاږې له سترگو دغه خس
بل دې ستا په خدای سوگند وي زمامورې
په داغم کې څو چنده تر مور غم خورې
چې دا سر ساته په زړه کې له ويلو
واقعي لکه هېر خوب هسې تر تلو
هغې زالې، بلاغواړې، نا ترسانې
دا د شوارې په سر واخستې اسانې
مور د سلو شيطانانو شوه روانه
د نېکۍ په کار زړه، په بدۍ ځوانه
په پوښتنه ورغله تر هغه کلي
سل چلونه، د فساد په زړه ليکلي
دملک په دروازه راغله درون شوه
د راستۍ په سردۍ وو ته بېرون شوه
و ملک ته يې دا ر نگ په لمده ژبه
د دروغو پيغام ساز کړ چې صاحبه!
چې ويلی فلاني يار په تا سلام دی
دوباره يې درته کړی دا پيغام دی
چې لرمه يوه لور پري پيکره
له حيا په سترگو کوره په غوږ کره
که قبوله يې په عقد د فرزند کړې
په دا داد به مې خورسند او سربلند کړې
زه يې تاته راستولې په دا کار يم
نه چې تشې شلومبې شاربم په کړ کار يم
که دا ستا هم بخت بيدار وي طالع ياره
دا خبره به قبوله کړې بې و ياره
دا نسبت به غنيمت وگڼې دله
د هوس په خوله به نارې کړې بدله
دا ساعت به نښه واخلې هم به راکړې
بر طرف به د وگړي چون چرا کړې
که هوښيار يې بخت به نه وهي په لته
سمه لار به د مکې نه کړې غلطه
په ظاهر که يې له زويه کړ مذکور
په باطن يې کاوه کار دده د لور
ساده دل په مينه واخسته دا مينه
بل جواب باندې ونه شو بې آمينه
هغه دم يې د خېښۍ داد وگرفت
سره وکړ په دا دروه په دا فرقت
پلار و زوی په ښادۍ مست و مسرور
له دې غمه ناخبر چې مې ځي لور
ورکېده مبارکي هوس افزايه
له فلکه جو فروش گندم نمايه
له دې کاره ورته هسې په سلام شو
چې گويا کې د بوډۍ مريی غلام شو
هسې شان يې په عزت وکړه پالنه
چې له لور سره يې ځای ورکړ لالنه
چې يې بيامونده په خالي خلوت کې ښکار خپل
هلته دا شوه په تلاش د اصلي کارخپل
خوږه ژبه يې واخسته ورسره
اختلاط و انبساط کړه ورسره
په خبرو کې ناگاه شېرين زبانې
په مطلب تر پلاره موره مهربانې
دې قرار د شاهد نوم واخست په ژبه
هسې شان چې جنې واورېده صاحبه
دا نامه چې يې په سر د زړه تغمه شوه
و بوډۍ وته گويا په دا نغمه شوه
راته وايه دا نامه ده د کوم ژوي
چې مې زړه له محبته پسې چوي
دا نامه ده که د اور بله لمبه ده
چې مې پورې نن د صبر په پومبه ده؟
وې يې لورې دا نامه د هغه کسده
چې خوړلې يې شېتۍ ستا د هوس ده
ستا د مينې په اثبات دی هسې محوه
چې يې نه څوک سکر پېژني نه صحوه
که د نور خلق معشوق ښکلی دلبر دی
بارې ستا د عشق په تاخت زېر و زبر دی
په ارزو ستا د وصال خراب تراب دی
ستا له غمه نيم بسمل په اضطراب دی
په هر ځای چې ستا نتلی کښېني پاڅي
ستا له شوقه لکه موم په لمبه څاڅي
زه يې يمه د تمام پيغام قاصده
که رخصت وي څه ووايم له شاهده؟
وې يې چوپ شه له ويلو ځان ونغاړه
بې ويلو رامعلوم شو مطلب واړه
زړه مې ترق وچاود له ډېره انتظاره
زه به درومم ته دلې اوسه قراره
چېرې نه زما تهمت کا په تا پورې
که دې بيامومې ، ازار بيامومې مورې
دې وې ښه وايې قربان دې شم تر خولې
ته وردرومه زه به اوسمه دلې
چې بېگاه شو وې يې پاڅه لورې درومه
خالي کړې حبشو لارې له رومه
د همت په پوندو اوس د سعې تېز کړه
چې يې زه درته ښيم هغه خواخېز کړه
له دې ځايه دی يو ځای لرې دوه کروهه
تنگ تاريک لکه لحد خالي له دروهه
هغه ځای يوه فقير دی کور نيولی
په ټگۍ سره دی ما په ورور نيولی
وسواس مه کوه ورځه په خاطر جمع
هلته کښېنه په تياره کې لکه شمع
وهېچا ته به آغاز نه کا دا راز دی
په ډېر عمر دی له ما سره هم راز دی
څو ځلي دی ما کتلی ازمېيلی
چې يې راز نه دی زما چاته ويلی
که له حاله دې پوښتي چې څوک يې لالې
وايه لور دهغې زالې کهن سالې
ځه په دا گړۍ ورځه د وتو وخت دی
چې مشغول په آب و نان خلق يک لخت دی
زه به هم درپسې درېشم که خدای کا
خدای به دې پل ددغه يار پسې پای کا
هغه دم له کوره ووته په سخه
ننگ و شرم ته يې شا کړه يار ته مخه
محبت کړه کور و کره هسې رنگ
چې نه شرم يې په ياد راغی نه ننگ
لاس په لاس په ډېرو سترگو کې صاحبه
د پېري په څېر له سترگو شوه غايبه
که يې مور واخست خبر په آب و نان
بيا يې نه مونده وفا په خپل مکان
که هر څو يې يوځای بل ځای وکتله
نوم نشان يې مونده نه شو والوتله
گنگوسی په کاله گډ شو د پوښتنې
پرې يې نه ښو په هېڅ ځای، ځای د غوښتنې
عاقبت نا اميدۍ سر په زانو کړ
د حيرت په درياب ډوب غم د بانو کړ
پلار و مور يې خير د زهرو په خوراک
ورور يې تېغ په سينه ايښی دهلاک
په پاکۍ د هغه خدای عالم الغيب
مه شه پېښ چاته دخورو دلور عيب
حادثې دي په جهان کې گوناگونې
بارې دا ده نهايت بده بدغونې
که د لور په زېږېده څوک ژاړي ښايي
که يې مرگ چېرې له خدايه غواړي ښايي
خصوصاً په دا فساده زمانه کې
چې يې پاتې نه شو آب په دردانه کې
هسې چارې به اشراف وکاندي ياره
چې يې نه کړي چوهاړي له شرم و عاره
نن وگانده خير عار، شر افتخار شو
دگلونو دور لاړ، دور د خار شو
زمانه د رذاله وو په طرف شوه
ځکه بره پايه کوزه دشرف شوه
چې يې نه شرم په ځای وي، نه يې درم
نن ساعت به وي بازار د هغو گرم
چې بې شرمه بې حيا شوخ ياوه گوی وي
هم هغه به له ميدانه وړی گوی وي
ای له لاسه د فلک په زړه ورژليه!
د جهان په ويرژليو ويرژليه
آواره دا بېهوده سوز وگداز کړه
د دانش په تله تول ددې انداز کړه
چې کوم کار ور څخه شوی په سلوک دی
نه يې خوار په مراد پريښی نه ملوک دی
اوسني نه دي چې ته ترې ژاړې کوالې
قديمي دي ددې زالې ناخوالې
راشه ای زما په غم سوی ساقي
لا مې شته په سر کې هوس څه خو باقي
راکړه می خرد ربای ډکه کونډۍ
گوندې شم له مکره خلاص ددې بوډۍ