شعر
یو کیف دی یو سُرور دی یو زړګی پلی روان دی
Pir Mohammad Karwanغزل غزل فضا ده په کې دی پلی روان دی
د زړه دا نرۍ پاڼې مې نرۍ نرۍ خوږېږي
پر هره یوه پاڼه یو مېږی پلی روان دی
ژوندون یوه نرګس ته په موسکا په ځیر ځیر ګوري
تر څنګ یې د رڼو اوبو لښتی پلی روان دی
پر زړه به یې څوک واوره پاغونده پاغونده وُري
په ټکنده غرمه کې لېونی پلی روان دی
کاروانه په غزل دې داسې روح تازه شي ته وا
د پرخو په چمن کې چې سړی پلی روان دی
۳۱ سرطان ۱۳۹۸ کابل