غزل

بادشاهي د گدايانو په دعا شي

Rahman Baba

بادشاهي د گدايانو په دعا شي

زه رحمان ځکه بادشاه شوم چې گدا شوم

تر هغه حده په هور ته بد سړی شوم

چې د درست جهان په سترگو کې اغزی شوم

دنيا واړه بله زيست و روزگار کاندي

خو يوه زه په دغه بار کې کوږ لرگی شوم

تمامي جهان لمن راڅخه نغاړي

سپين زړوکی مې اغوستی نور کودی شوم

هېڅ حاجت د هنر نشته و نصيب ته

غزا وشوه که مومند که دويزی شوم

د نوح زوی هم د يو نېک نيکه نمسی و

گڼه زه هم د يو نېک نيکه نمسی شوم

کل وسواس له احتياطه پيدا کېږي

زه له ډېرې هوښيارۍ نه لېونی شوم

اوس عطا د آدميت راباندې وشوه

چې رحمان د هغه يار د کوڅې سپی شوم