غزل
بادشاهانو که قصرونه کړل آباد
Rahman Babaبادشاهانو که قصرونه کړل آباد
ما د عشق عمارتونه کړل بنياد
نوم د کوم يوه بادشاه هسې يادېږي
لکه نوم چې د مجنون او د فرهاد
عشق عاشق لره يو هسې پير استاد دی
چې به نه وي بل دا هسې پير استاد
دغه واړه کرامات د عاشقۍ دي
چې څوک قطب کا څوک غوث کا څوک اوتاد
د دنيا چارې همه واړه فاني دي
څوک به څه کا په دا چارو اعتماد
لکه سيوری چې د نمر په مخکې گرځي
نه استوگنه چرته کاندي نه ايستاده
هېڅ وفا يې له هېچا سره ونه کړه
که جمشيد و که بهمن و که قباد
که جمشيد وکه بهمن وکه قباد و
که نمرود وکه فرعون وکه شداد
رسولي يې تر مراده هېڅوک نه دي
همه واړه هسې پاتو شو نامراد
نه چا ختم، نه دعا ورپسې وکړه
که يې آل که يې عيال وو که اولاد
زه رحمان د زمانې له جوره درومم
خپل صاحب لره په داد او په فرياد