غزل
چې عاشق د معشوقۍ په لور کاتۀ کا
Khatir Afridiچې عاشق د معشوقۍ په لور کاتۀ کا
خو د لېمه شي کم طاقته پرېواتۀ کا
چې پلو لۀ مخه لرې کړي رڼا شي
لکه سترګه د سبا چې راخاته کا
لږمې عکس د زړه واخله که دې شک وي
چې دا تور باڼه دې څرنګه ويشته کا
په مئين زړه ځنکدن شي چې يار راشي
په هېبت زړه په ګوګل کښې الواته کا
د خاطر په زړګي داغ د بېلتون ګوره
چې د يار په لور کاږه واړه کاته کا