غزل
باران چې نه وی د شبنم د گل خندل به نه وو
Hamza Shinwariباران چې نه وی د شبنم د گل خندل به نه وو
فتنه په خوب کې چې مدام وی کړېدل به نه وو
گل به د بوی سره خپل رنگ هم کړو له ځانه بهر
خو اشتغال به د بلبل و پېژندل به نه وو
خوب د غفلت که د الفت په مذهب منع نه وی
شبگير و هيلو له تر حشره ويښېدل به نه وو
که سلسله د عشق له عرشه تر زمينه نه وی
نه به وصال و، نه فرقت ، مېنېدل به نه وو
که لتاړ شوی ته په درد بېنوا کې نه وی
حمزه په مينه کې دې حد ته رسېدل به نه وو