غزل بړبوکۍ مې کړو الفت سر و سامان خپل Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بړبوکۍ مې کړو الفت سر و سامان خپل واخله ټول دې شو وحشته بيابان خپل 02 چې وي پوه له يو او بله گيله نه کړي تمدن کې هر انسان وي دخپل ځان خپل 03 بس خو ته يې چې څه غواړې هغه وکړم نه لاسونه زما خپل دي نه گرېوان خپل 04 نور خو څه چې له خپل ځانه هم پردی يم ته مې خپل شه چېمې شي همه جهان خپل 05 اوبه خور د زړه د وينې ور کومه بې خزانه به ساتمه گلستان خپل 06 بالاتر له حرصه ووايه چې ولې لا تر اوسه انسان نه شو د انسان خپل 07 راته خپل مسلمانان نا مسلم وايي چې له ټولو ولې ښه گڼم افغان خپل 08 زه به تل هغه کوم چې مې فطرت دی ته جاري ساته هم داسې امتحان خپل 09 زه حمزه چې يم د تا، تاته منسوب دی نه ده گټه زما خپله نه تاوان خپل Dictionary meaning × Headword